مهترلام(پژواک،٢٢لړم٩٦): د کابل-ننګرهار پر لويه لار د لغمان ولايت په مربوطاتو کې د ترافيکي پېښې له امله اووه ته ټپيان شوي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د لړم په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن شاوخوا درې بجې د کابل-ننګرهار پر لويه لار د لغمان ولايت د قرغيو ولسوالۍ د سرخکانو په سيمه کې ترافيکي پېښه شوې ده.
هغه وايي: (( يو ټو ډي موټر له يو کرولا سره جنګېدلى چې اووه تنه په کې ټپيان شوي دي.))
د ځواک د معلوماتو له مخې، ټپيان د درملنې په موخه د ننګرهار ولايتي روغتون ته انتقال شوي دي.
د يادونې ده چې ډېرى وخت دغه شان پېښې د موټرو د تيز تګ له امله رامنځته کيږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










