ژبه

د ولسي جرګې لومړى مرستيال، د دارالانشا رييس د شتون په اعتراض کې له غونډې ووت

کابل(پژواک،٢٩لړم٩٦):د ولسي جرګې لومړى مرستيال د يادې شوې جرګې له نننۍ غونډې څخه د وتلو لامل د جرګې په ناسته کې د دارالانشا د مشر شتون وباله چې پخوا د دارالانشا مشر څارنوالۍ ته ور معرفي شوى و او بايد په ناسته کې يې ګډون نه واى کړى.

د ولسي جرګې لومړي مرستيال همايون همايون وويل:" حقيقت موندونکي کمېسيون د دارالانشا د مشر په اړه پخوا خپله پرېکړه اعلان کړه؛ خو له دې سره سره د دارالانشا مشر اوس هم په غونډه کې ګډون لري او دا زما لپاره د منلو نه ده."

هغه د دارالانشا پر مشر تور ولګاوه چې هره ورځ خپلې دندې ته راځي او د ارشيف په اسنادو کې لاس وهي چې دا د قانون خلاف کار دى.

هغه له دې وروسته له غونډې څخه ووت.

دا په داسې حال کې ده چې ولسي جرګې د لړم په ٢٠مه د حاضرو استازو د رايو په اکثريت سره لويې څارنوالۍ ته ددغې جرګې د دارالانشا د مشر د ور معرفي کېدو په اړه د جرګې پخوانۍ مصوبه رد کړه؛ خو ځينو استازو دغه پرېکړه د قانون خلاف وبلله.

login or register a new account.