منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:52 غ.م
ننوتل
10° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
دولت او سياستغړي

حکمتيار: پارلمان د وکيلانو د پېر او پلور پر مارکېټ بدل شوی

· 2 دقیقې لوستل · 164 کتنې

خوست ښار (پژواک، ۱۹ ليندۍ ۹۶): د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار له وسله والو طالبانو وغوښتل چې له کوم بهرني فشار او مداخلې پرته له افغان حکومت سره سولې ته چمتو شي.

حکمتيار دا څرګندونې د ليندۍ په ١٩مه د  خوست ښار د فوټبال په لوبغالي کې زرګونو خلکو ته په وينا کې وکړې او ويې ويل، که وسله وال طالبان د سولې مذاکراتو ته مخه کړي، دوی به يې هم له ټولو روا غوښتنو څخه ملاتړ وکړي.

د نوموړي په وينا، د هېواد په ۲۵ ولايتونو کې جګړه دوام لري او دې جګړې قومي بڼه خپله کړې چې له کبله يې د هېواد په ځينو شمالي ولايتونو کې د يو شمېر قومونو تر منځ شخړې رامنځته شوې دي.

حکمتيار زياته کړه: ((په غور ولايت کې د بيان او پهلوان د قومونو تر منځ جګړه روانه ده. يو قوم د بهرنيو قوتونو له مرستو څخه برخمن دی او بل يې له کورنيو سره يو ځای مهاجر شوی دی.))

يادې غونډې ته ګلبدين حکمتيار د هېواد له ټولو سياسي ګوندونو څخه وغوښتل چې د ولسي جرګې او د ولسواليو شوراګانو په راتلونکو ټاکنو کې پوره برخه واخلي.

د ده په وينا، له سياسي ګوندونو پرته د ټاکنو په پايله کې رامنځته کېدونکی حکومت به کمزوری او پارلمان به يې داسې وي لکه اوسنی پارلمان چې د وکيلانو د پېر او پلور پر مارکېټ اوښتی دی.

ده زياته کړه: ((ټاکنې دې پرته له ځنډ څخه د ملي يووالي حکومت د واکمنۍ پر مهال وشي. د ټاکنو په کمېسيون کې دې تغيير نه راځي؛ ځکه په دې سره بيا ټاکنې ځنډېږي.))

حکمتيار دغه راز وويل چې هېچا ته اجازه نه ورکوي چې اوسنی حکومت د ټاکنو له ترسره کېدو پرته وپرځوي او له ټاکنو بايد له بحراني حالاتو څخه د وتلو لپاره د يوې وسيلې په توګه ګټه واخيستل شي.

د اسلامي حزب مشر ګلبدين حکمتيار د لويې پکتيا د ځدراڼو قوم ته په اشارې سره وويل چې د جلال الدين حقاني له امله په افغان حکومت کې له ونډې بې برخې پاتې شوی دی.

هغه وويل: ((ښايي دا له دې امله وي چې مولوي جلال الدين حقاني ځدراڼ دی، د امريکايانو په خلاف جنګېدلی او اوس امريکا د جلال الدين حقاني غچ د ځدراڼو له قوم څخه اخلي.))

نوموړي د امريکا متحدو ايالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د اسرائيلو د پلازمېنې په توګه د بيت المقدس نومول په سيمه کې د يوې بلې جګړې پيلامه وبلله.

هغه زياته کړه، دا څو لسيزې کېږي چې د نړۍ ټول جنګونه په اسلامي هېوادونو کې روان دي او د افغانستان جګړه عراق او سوريې ته انتقال شوه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

محمد هارون
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست
دولت او سياست

د روسیې د لومړي وزیر مرستیال نږدې راتلونکي کې کابل ته راځي

دولت او سياست

فضل‌الرحمن: د پاکستان حکومت «جعلي» او د ټاکنیزو درغلیو محصول دی

دولت او سياست

لاوروف: د افغانستان اوسنی حکومت یو واقعیت دی چې باید په پام کې ونیول شي

دولت او سياست

روسيه کې د ا.ا سفیر: پاکستان د افغانستان او سیمې د امنیت لپاره ګواښ دی

دولت او سياست

د ا.ا مشر: د ټولنې د اصلاح او فساد د له منځه تلو لپاره د زده‌ګړو د بهير دوام اړين دی

دولت او سياست

لینډزي: برېتانیا د افغانستان په تړاو د سیمه‌ییزو کړکېچونو د سوله‌ییز حل ملاتړ کوي

دولت او سياست

مجاهد: يوناما نړۍ ته د افغانستان منفي انځور وړاندې کوي؛ دغه چلند يې د بې‌طرفۍ له اصل سره په ټکر کې دی

دولت او سياست

برېتانیا له افغاني سرې میاشتې سره د راستنېدونکو کډوالو او نورو بشري برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه