خوست ښار (پژواک، ١٣ مرغومی ۹۶): په خوست کې يو شمېر قومونو له کوچيانو سره د ځمکې د ملکيت پر سر د راپورته شوې لانجې په پايله کې پر دغه قوم ټولې لارې تړلې دي.
په دغه ولايت کې د لکڼو، صادق، لنډر او تريزايي قومونو له کوچيانو سره د ځمکې د ملکيت پر سر لانجو زور اخيستی او يو بل ته په مورچو کې ناست دي.
قومي مشر رمضان کوچي د مرغومي په ١٣مه پژواک اژانس ته وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې يادو قومونو په تريزايي او عليشېرو ولسوالۍ او د مرکز اړوند د لکڼو په سيمو کې پر کوچيانو لارې تړلې، ښار او نورو سيمو ته نه شي تللی.
هغه زياته کړه: ((دا څو ورځې کېږي چې زموږ خلک ايسار دي، نارينه او ښځينه دواړه له ستونزو سره مخ يو. دولت دې زموږ غږ واوري، پر موږ دې لارې نه تړل کېږي.))
بل لور ته په ياده مسئله کې نورو ښکېلو قومونو د يوې خپلمنځي پرېکړې له مخې ويلي، تر هغو به د کوچيانو پر مخ ټولې لارې تړلې وساتي، څو دولت د دې مسئلې بنسټيزه حل لاره نه وي موندلې.
د يادو قومونو په استازيتوب د تريزيو قوم يوه کس زين الله همت پژواک اژانس ته وويل، پر کوچيانو د لارو له تړلو يې موخه دا ده چې دولت يادې ستونزې ته په جدي ډول پاملرنه وکړي.
هغه زياته کړ: ((که دولت دې مسئلې ته ژر رسيده ګي ونه کړي، ښايي دا مسئله ډېره غټه شي چې بيا به خلکو ته هم ښه نه وي او دولت ته به يې هم پايلې ښې نه وي.))
په ورته وخت کې د خوست ولايتي شورا غړي قمرعلي لکڼوال پژواک اژانس ته وويل چې د دې ستونزې هواری د ولايتي ادارې له وس پورته خبره ده او بايد کابل يې په اړه پرېکړه وکړي.
نوموړي په کابل کې له لوړپوړو چارواکو وغوښتل چې کوچيانو ته دې يا د کوچيانو په سترګه وکتل شي او يا دې له هغوی د کوچيتوب حق واخيستل شي او ځايي دې کړل شي.
لکڼوال زياته کړه: ((که چېرې د کوچيانو د کوچيتوب په اړه تصميم ونه نيول شي، نه يواځې په خوست کې، بلکې د هېواد په نورو سيمو کې هم له نورو قومونو سره د کوچيانو ستونزې ډېرېږي.))
بل لور ته پژواک د خوست د ولايت مقام د غبرګون لپاره د خوست د والي وياند مبارز محمد ځدراڼ ته زنګ وکړ، خو هغه وويل چې له اداري غونډې وروسته به له رسنيو سره خبرې وکړي، خو له هغه وروسته يې بيا تيلېفون ته ځواب ورنه کړ.
تر دې مخکې د خوست والی حکم خان حبيبي پژواک اژانس ته ويلي وو، ځينې کړۍ هڅه کوي چې د قومونو تر منځ د ځمکو د ملکيت په نامه نفاق رامنځته او دولت وننګوي.
login or register a new account.