منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۰ غ.م
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کابل- کندهار پر لویه لار ترافیکي پېښه کې دوه کسان مړه او ۲۱ نور ټپیان شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۲۲ کتنې

کندهار (پژواک، ۴ سلواغه ۹۶): د کابل- کندهار پر لویه لار د یوه مسافر وړونکي ۳۰۳ بس د اوښتو له امله دوه کسان مړه او ۲۱ نور ټپيان شوي دي.

پېښه شاوخوا یو ساعت مخکې د کندهار د دامان ولسوالۍ د اعظم کلا په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د کندهار د والي ویاند قدرت الله خوشبخت پژواک خبري اژانس ته وویل، د میرویس نیکه شرکت اړوند یو ۳۰۳ موټر چې له کابله کندهار ته پر لاره و، د دامان ولسوالۍ د اعظم کلا په ساحه کې له سړکه وتلی او چپه شوی دی.

هغه زیاته کړه، په دې پېښه کې دوه مسافر مړه شوي او ۲۱ نور ټپیان شوي چې په ټپيانو کې ماشومان او ښځې هم شامل دي.

دی وايي، د پېښې ټپيان د کندهار میرویس روغتون ته رسول شوي دي.

نوموړی د دې پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي ګڼي او وايي د څېړنې لپاره د ترافیک پولیسو یو ټېم سیمې ته استول شوی.

د کندهار د میرویس روغتون یوه ډاکتر پژواک اژانس ته وویل چې له دې پېښې ۲۳ تنه ور وړل شوي چې دوو یې ساه ورکړې او ۲۱ نور ټپيان دي چې درملنه یې پیل شوې ده.

ده وویل، د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت ښه نه دی.

د کابل- کندهار لویه لاره د نورو لارو په پرتله ډېره د خونړیو ترافیکي پېښو شاهده پاتې شوې ده.

په ټوليزه توګه د چلوونکو له خوا د ترافيکي اصولو نه مراعتول او د سړکونو خراب حالت د ترافيکي پېښو د ډېروالي لاملونه ګڼل کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې