چاريکار(پژواک، ٩سلواغه ٩٦): د سالنګونو د ساتنې او مراقبت چارواکي وايي چې د درنې واورې ورېدنې له امله د سالنګ عمومي لويه لاره د بار وړونکو موټرو پر مخ تړل شوې ده.
د سالنګونو د ساتنې او مراقبت مشر جنرال رجب نن له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې له پرون مازديګر راهيسې درنه واوره ورېدنه جريان لري چې له امله يې د نن ورځې لپاره دغه لويه لاره د بار وړونکو موټرو پر مخ تړل شوې ده.
د نوموړي په خبره، لسګونه بار وړونکي موټر لويې لارې ته له ور ننوتو وړاندې درول شوي، څو په سالنګونو کې د نورو موټرو لپاره ستونزې جوړې نه کړي.
جنرال رجب وايي چې په سوېلي سالنګ کې د واورې پنډوالى ٨٠ سانتي او په شمالي سالنګ کې ٢٥ سانتي مترو ته رسېږي.
نوموړى وايي چې واوره له پرون مازديګر راهيسې له باد سره يو ځاى دوام لري.
سرچينه زياتوي چې ددغې ادارې د وړاندوينې له مخې، ټاکل شوې چې د واورې ورښت او توپان تر راتلونکو ٢٤ ساعتونو پورې دوام ولري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










