چاريکار(پژواک، ١٠ سلواغه ٩٦): د سالنګ لويه لاره چې د هېواد پلازمېنه له شمالي ولايتونو سره نښلوي، له ټېلري موټرو پرته د ترافيکو پر مخ پرانېستل شوه.
سالنګ لويه لاره د ٢.٧ کيلومتره تونل په درلودو سره د پروان او بغلان ولايتونو ترمنځ د هندوکش غرونو په لوړو کې تېريږي چې له پرون سهار راهيسې د واورې ورېدنې او توپان په سبب د ټېلري موټرو او پرون مازديګر بيا د ټولو موټرو پر مخ تړلى شوې وه.
د سالنګونو د ساتنې او مراقبت ادارې مشر ډګر جنرال محمد رجب پژواک خبري اژانس ته وويل چې په سالنګونو کې واوره ورېدنه او توپان په تدريجي ډول کم شوى او دغه لاره نن سهار شاوخوا اووه بجې له ټېلري موټرو پرته نورو موټرو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شوه.
د هغه د معلوماتو له مخې، په سوېلي سالنګ کې د واورې پنډوالى يو متر او په شمالي سالنګ کې شپېته سانتي متره دى.










