پارون (پژواک، ۱٥ سلواغه ۹۶): د نورستان د ولايتي شورا رييس وايي، دغه ولايت ته د مرکزي ادارې نه پاملرنې له وسله والو سره د خلکو يو ځای کېدو ته زمينه برابره کړې ده.
هغه پر ولايتي ادارې هم نيوکه وکړه چې په تېرو پنځلس کلونو کې يې ولسوالۍ له مرکز پارون سره نه ده نښلولې او حتى په ټول نورستان کې يو کيلومتر سړک لا هم نه دی قیر شوی.
د ولايتي شورا رييس انجنير سعيد الله پاينده زوی له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې له مرکزي ادارې د پاملرنې غوښتنه وکړه.
د هغه د معلوماتو له مخې، اوسمهال په نورستان کې د بنسټيزو پروژو نه پلي کېدل، نا امني، د ولسواليو او مرکز تر منځ د مواصلاتي لارو، روغتيايي اسانتیاوو، پوهنې او د کار نشتوالی هغه ستونزې دي چې دوی ورسره مخ دي.
پاينده زوى وايي، په تېرو پنځلس کلونو کې نورستان ولايت کې هېڅ قير سړک نه دی جوړ شوی او ختيځې او لوېديځې ولسوالۍ لا هم له مرکز سره نه دي وصل شوي.
نوموړي زياته کړه: ((اوس چې د غربي نورستان خلک مرکز ته راځي، نو لومړی لغمان ته ځي، بيا ننګرهار، له ننګرهاره کونړ او له هغه ځايه مرکز پارون ته نږدې ۳۰۰ کيلومتره لار وهي، د شرقي نورستان خلک بيا لومړی کونړ ته راځي او له هغه ځايه نورستان مرکز ته.))
د ولايتي شورا رييس په نورستان کې د امنيت د خرابوالي په اړه وويل چې يوازې مرکز او واما ولسوالۍ د حکومت په لاس کې دي او د نورو ټولو ولسواليو ۷۰ سلنه يې له وسله والو سره دي.
انجنير سعيد الله پاينده زوی وايي، د نورستان خلک د روغتيا په برخه کې هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي او حتی په ټول ولايت کې يو مجهز او عصري روغتون موجود نه دی.
نوموړي زياته کړه چې د نورستان خلک د پوهنې په برخه کې هم ستونزې لري او ۹۰ سلنه ښوونځي يې ودانۍ نه لري.
نوموړی وايي، ولسواليو ته د مرکزي ادارې او ولايتي ادارې نه پاملرنه، نا امني، د کار نه موجوديت او د وسله والو نفوذ د دې لامل شوی چې خلک وسله والو سره يو ځای کېدو ته زړه ښه کړي.
دی زياتوي: ((دا يو حقيقت دی چې دغې ستونزې له وسله والو سره د خلکو د يو ځای کېدو لامل کېدی شي.))
د نورستان ولايتي شورا رييس پر ولايتي ادارې او مرکزي ادارې غږ کوي چې د خلکو د ستونزو د حل لپاره منظم پلان جوړ کړي او د خپل مسووليت له مخې يادې ستونزې حل کړي.
د يادولو ده، نورستان په ختيځ کې يو له هغو لرو پرتو نا امنو ولايتونو څخه دی چې خلک يې په ډېرو برخو کې له ستونزو سره مخ دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










