ګردېز (پژواک، ١٦ سلواغه ٩٦): په ګردېز ښار کې د يوې ترافيکي پېښې له امله د دوو ماشومانو په ګډون ١١ کسان ټپيان شوي دي.
د پکتيا په مرکز ګردېز کې د ملکي روغتون سرطبيب ډاکتر اصيل خان د سلواغې په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې د بلند منزل ښارګوټي په سيمه کې ترافيکي پېښه شوې ده.
هغه وويل چې په دې پېښه کې د دوو ماشومانو په ګډون ١١ تنه ټپيان شوي دي.
د ډاکتر اصيل خان په وينا، د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړى دى.
د يادې پېښې يوه عيني شاهد محمد يوسف پژواک ته وويل چې دغه پېښه د دوو سراچه موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
هغه وايي چې په دې پېښه کې څو تنه ټپيان شوي چې روغتون ته لېږدول شوي دي.
د يادونې ده، ډېرى وخت دغه شان پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له رامنځته کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










