کابل (پژواک، ١٩ سلواغه ٩٦): شنونکى او ليکوال عبدالغفور لېوال په اسلام اباد کې ولسي پاڅون بې سابقه بولي او وايي، د ټول بشر لپاره په کار ده چې د پښتون نسل وژنې د مخنيوي په خاطر خپل غږ پورته کړي او د ترهګرۍ مرکزونه چې په سيمه کې موجود دي، د خلکو په مرسته له منځه يوسي.
نوموړي دغه څرګندونې له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې په ډاګه کړې.
له اتو ورځو راهيسې زرګونو پښتنو په کراچۍ ښار کې د پوليسو د يوه ځايي مشر (راو انوار) له خوا د وزيرستان د يوه پښتون ځوان مدني فعال نقيب الله مسيد د وژلو په غبرګون کې احتجاجي لاريون او ناسته پيل کړې ده.
نقيب الله چې په کراچۍ ښار کې يې کاروبار کاوه، د پوليسو له خوا تر تښتول کېدو وروسته په جعلي نښته کې ووژل شو. د پاکستان سترې محکمې د دې قضيې څېړنه پيل کړې او د (راو انوار) په نامه د پوليسو د تورن مشر د نيولو حکم يې کړى، خو هغه پټ دى.
په پاکستان کې د ټولو ظلمونو او زور زياتي پر خلاف، د پښتنو اعتراض او لاريون اتمې ورځې ته ورسېد، خو تر اوسه هم په دې اړه د پاکستان له حکومت سره نتيجې ته نه دي رسېدلي.
عبدالغفور لېوال د پاکستان په اسلام باد کې ولسي اعتراض او پاڅون ته په اشارې سره وايي: "د هغوى غوښتنه يواځې د خپل کلي لپاره نه ده، بلکې د سيمې او نړۍ لپاره ده، په حقيقت کې د هغوى غوښتنه د افغانانو غوښتنه ده."
دى زياتوي: "که خلک غواړي ثبات ته ورسېږي او نور په خپلو ښارونو کې د انتحاري او انفجاري بريدونو شاهدانه ونه اوسي، له هغو اعتراضونو چې پيل شوي، ملاتړ دې وکړي او د هغوى غږ دې د نړيوالو غوږونو ته ورسوي."
د هغه په وينا، دغه اعتراضونه چې اتمې ورځې ته رسېدلي، په لومړيو کې محدود، خو کرار کرار پراخه شول. د دغو معترضينو غوښتنه د ترهګرو د مرکزونو له منځه وړل دي او د هغوى د غوښتنو تر پوره کېدو پورې به دوام وکړي.
ده وويل، د ترهګرو په مرکزونو کې چې په قبايلي سيمو کې جوړ شوي، قربانيان يې زياتره پښتانه دي او له سلو ډېر کلونه کېږي چې د دې سيمې خلک په يوه بې چته زندان کې ژوند کوي او له هيڅ ډول حق څخه برخمن نه دي.
نوموړي هيله مندي وښوده چې د دغه ولسي پاڅون چې سابقه نه لري، په ترڅ کې يې تحولات رامنځ ته شي؛ هغه تحولات او تغييرات چې د دغو اعتراضونو په پايله کې به رامنځ ته شي، مهم تحولات به وي او بې اغېزې به نه وي.
د هغه په خبره، د پښتنو نسل وژنه له تېرو څلورو لسيزو په ځانګړي ډول له تېرو پنځلسو کلونو راهيسې دوام لري او د پښتون قوم لپاره نور د دغه وضعيت دوام د زغم وړ نه دى.
لېوال زياتوي، دغه اعتراضونه په حقيقت کې د هغو افغانانو لپاره د عدالت غوښتنه ده چې په تېرو ١٥ کلونو کې يې قرباني ورکړې ده.
ده زياته کړه، د ټولو ستونزو ريښه چې په افغانستان او نړۍ کې رامنځ ته شوې دي، پاکستان ته راجع کېږي. اوس نړيواله ټولنه هم اعتراف کوي چې د ترهګرو مرکزونه په پاکستان کې دي او دغه اعتراف د معترضينو له غږ سره همغږى دى.
د ده په وينا، هغه په پاکستان کې د معترضينو له خوا د افراطيانو د مرکزونو او موټرو سوځولو ته په اشارې وويل، چې دا يوه بېلګه ده چې د ترهګرو مرکزونه په هغه هېواد کې دي او د همدې هېواد د استخباراتو له خوا يې ملاتړ کېږي.
دى زياتوي، دغه ولسي پاڅون او اعتراض له هغې سيمې راوتلى چې تل يې د خلکو غږ خاموشه وو، ځکه نړۍ له هغو انساني تلفاتو او ويجاړيو چې دې قوم ته په خپله سيمه کې اوښتې، خبره نه وه. په اسلام اباد کې د خلکو راټولېدل او اعتراض د نړۍ خبرول دي ترڅو په پاکستان فشارونه نور هم زيات شي او د ترهګرۍ له ملاتړ څخه لاس په سر شي.
غفور لېوال چې له پښتون قوم څخه د تحميل شوې جګړې د پورته کېدو او د استبداد د له منځه وړلو غوښتنه يې کوله، وويل چې د دې قوم له سرشارو طبيعي سرچينو څخه چې لري يې، استفاده وشي، ځکه مخکې له دې سرچينو څخه يواځې پنچابيانو او د پاکستان پوځ ګټه اخيسته.
ده وويل، د پښتنو سیمه په نړۍ کې شپږمه سیمه ده، چې پرېمانه خوږې روانې اوبه لري او د نړۍ لسمې برخې ته برېښنا او له اوبو سره تړلي تولیدات ورکولای شي، خو دوی په خپله تر نیمايي ډېر بې برېښنا، تږي او بې اوبو دي. يواځې شل په سلو کې یې، نیم و نیمکله، پر خپله مورنۍ ژبه د زده کړې امکانات لري.
هغه زياته کړه، د دوی جغرافیه د نړۍ تر ټولو بډایه زېرمې لري، چې لسګونه ټریلیونه ډالره ارزښت لري، خو د نړۍ تر ټولو ډېر مخدره توکي د همدوی په سیمه کې کرل کېږي او د نړۍ له هغو ولسونو څخه دي، چې نږدې نیمايي يې د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي. له خپل هېواده بهر، په کار روزګار پسې د نړۍ له لومړنیو لسو سرګردانه ولسونو څخه د.
د ده په وينا، د پښتنو سیمه د نړۍ په لومړۍ درجه جذابو جغرافیو کې راځي، چې د ګرځندوی لپاره په زړه پورې ځایونه لري، خو د نړۍ تر ټولو لږ عاید له ګرځندوی صنعت څخه همدوی لري. د نړۍ شپږم ځوان نفوس ( ۶۰٪ - ۶۵٪ ) لري، خو د ګواښمنې کډوالۍ لپاره په نړیوال کچ دوهم یا درېیم زیان منونکی ولس دی.
لېوال دې ته په اشارې سره چې پښتون په نړۍ کې اویا او په سیمه کې پنځه پنځوس میلیونه وګړي دي، خو تر ټولو لوی او یواځینی قوم دی، چې نړیوالو او سیمه ییزو استخباراتو یې پر سیمه پردۍ ترهګرې ډلې ورتپلې دي. په ټوله نړۍ کې یې تر هر بل چا، له دغو پردیو ترهګرو ډلو څخه د سر ومال زیات زیان لیدلی دی، نږدې شل میلیونه یې زده کړو ته لاسرسی نه لري. د شلمې او یویشتمې پېړیو تر ټولو اوږده، خونړۍ او پېچلې جګړه د همدوی پر سیمه تپل شوې ده، د سړې جګړې پرمهال تر ټولو ډېر تلفات همدوی ورکړل.
ده وويل، په ټوله نړۍ کې لومړنی قوم دی، چې د پردیو له خوا پرې د ورتپل شوې ترهګرۍ په جرم توهین او تحقیر شوی، سپکاوی یې شوی، وژل شوی، زنداني شوی او رټل شوی دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










