ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سالنګ لويه لاره د مسافر وړونکو موټرو پر مخ هم وتړل شوه

د سالنګ لويه لاره د مسافر وړونکو موټرو پر مخ هم وتړل شوه

author avatar
12 Feb 2018 - 09:34
د سالنګ لويه لاره د مسافر وړونکو موټرو پر مخ هم وتړل شوه
author avatar
12 Feb 2018 - 09:34

چاريکار (پژواک، ٢٣ سلواغه ٩٦): د سالنګ لويه لاره چې د هېواد پلازمېنه له شمالي ولايتونو سره نښلوي، د درنې واورې ورېدنې او واورې ښويېدنې له امله د هر ډول موټرو پر مخ تړل شوې ده.

دغه لويه لاره د سلواغې په ٢١مه نېټه د واورې ورېدو او سختو توپانونو په سبب د ټېلري موټرو پر مخ تړل شوې وه.

د سالنګونو د ساتنې او مراقبت ادارې مشر ډګر جنرال محمد رجب پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه لويه لاره تېره شپه د هر ډول موټرو د تګ راتګ پر مخ وتړل شوه.

رجب وايي چې له تېرې شپې تر اوسه پورې په سوېلي سالنګ کې لس ځلې واوره ښويېدلې ده.

نوموړي زياته کړه چې په سالنګونو کې واوره ورېدنه له تېرې جمعې راهيسې پيل شوې او تر اوسه دوام لري.

د هغه په خبره، په سوېلي سالنګ کې د واورې پنډوالى ١٦٧ سانتي متره او په شمالي کې بيا ١٤٥ سانتي مترو ته رسېدلى دى.

خو هغه زياتوي چې د سالنګونو د ساتنې او مراقبت رياست کارکوونکو له دې لويې لارې د واورو پاکولو کار پيل کړى دى.

د هغه په خبره، د مسافرو د ژوند خونديتوب لپاره موټر د بغلان ولايت د خنجان ولسوالۍ په مرکز او د پروان ولايت د جبل السراج ولسوالۍ په تاجکان سيمه کې درول شوي دي.

سالنګ لويه لاره د هندوکش لوړو غرونو کې د ٢.٧ کيلومتره اوږده تونل په لرلو سره د پروان او بغلان له ولايتونو تېرېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.