چاريکار (پژواک، ۲۴ سلواغه ۹۶):د سالنګ لويه لار چې کابل د هېواد له شمالي ولايتونو سره نښلوي، له ټېلر موټرو پرته د ترافيکو پر مخ پرانيستل شوه.
دغه لار چې د هندوکش په لوړو غرونو کې د ۲.۷ کيلومتره اوږده تونل سره د پروان او بغلان ولايتونو په منځ کې تېره شوې، د واورې ورېدو له امله د سلواغې په ۲۱مه د ټېلري موټرو پر مخ وتړل شوه، خو تېره شپه (د سلواغې ۲۳مه) د ټولو موټرو پر مخ تړل شوې وه.
د سالنګ د حفظ او مراقبت مشر ډګر جنرال محمد رجب وويل چې په سالنګ کې کابو ۱۷۰سانتي متره واوره شوې او په سوېلي سالنګ کې ۱۵ځلې واوره ښويېدنه رامنځته شوې وه.
خو نوموړي زياته کړه چې د سالنګونو د حفظ او مراقبت رياست کار کوونکي د تېرې شپې تر لسو بجو پورې وتوانېدل چې له سړک څخه واوره پاکه کړي او له ټېلرو پرته د نورو موټرو پر مخ يې پرانيزي.
رجب وويل چې اوس په سالنګونو کې واوره نه اوري، خو ټېلري موټر لا هم د بغلان د خنجان ولسوالۍ په مرکز او د پروان د جبل سراج ولسوالۍ په تاجکان سيمه کې درول کېږي؛ ځکه د سړک پر څنډو د شته واورې له امله په ګولايي وو کې په اسانۍ سره نه شي تاوېدای او ښايي د لارې د بندښت لامل شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










