منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:41 غ.م
ننوتل
13° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
دولت او سياستغړي

ځينو مدني ټولنو د برېښنايي تذکرو د وېش له بهير څخه ملاتړ وکړ

· 2 دقیقې لوستل · 148 کتنې

کابل (پژواک،۲۹سلواغه۹۶): يوشمېر مدني ټولنو د برېښنايي تذکرو له وېشلو څخه په ملاتړ سره د بېلا بېلو سياسي بهيرونو او شخصيتونو څخه وغوښتل چې دغه بهير دې له ستونزې سره نه مخامخ کوي.

د عدالت بنسټ مشرې حميدې وردګ، نن په کابل کې په خبرې غونډه کې چې د " برېښنايي تذکرې درلودل د رڼو ټاکنو ضمانت کوي" تر عنوان لاندې جوړه شوې وه، وويل چې د برېښنايي تذکرو د وېشلو بهير پر وړاندې رامنځ ته شويو ننګونو خلک تر پوزې راوستلي دي.

د نوموړې په خبره، ځينې سياسي کړۍ د ياد شوي بهير درولو په موخه، خنډونه جوړوي.

مېرمن وردګ په تذکرو کې د افغان کلمې ليکلو ته په اشارې سره چې د اختلافونو د رامنځ ته کېدو لامل ګڼل کېږي، وويل چې اساسي قانون چې ټولو پرګنو ته د منلو وړ دی، په دې برخه کې صراحت لري.

د عدالت بنسټ مشرې زياته کړه: "د اساسي قانون په څلورمه ماده کې راغلي چېد افغان كلمه د افغان ملـت پر هر فرد اطلاق كېږي، خو معلومه نه ده چې اوس يوشمېر سياستوال په کوم دليل له دې کار سره مخالفت کوي."

د شهامت سازمان مشر فريد سيلاني هم چې په دې خبري ناسته کې يې خبرې کولې، د هېواد په ټولو سيمو کې يې د برېښنايي تذکرو د وېشلو غوښتنه وکړه.

نوموړي وويل: "له قومي ټيکه دارانو غواړم چې دا مسئله دې تر دې ډېره له ننګونې سره نه مخامخ کوي او يواځې د برېښنايي تذکرو د وېشلو غوښتوونکي يو او زموږ لپاره د مليت او قوم نوم ذکر کول ارزښت نه لري."

د دې خبري ناستې په پای کې د ياد شويو دوو مدني بنسټونو له خوا يو پرېکړه ليک صادر شو چې په کې له حکومت څخه د برېښنايي تذکرو د وېشلو غوښتنه شوې ده.

په دغه پرېکړه ليک کې د هېواد وګړو په ځانګړې توګه رڼو ټاکنو ترسره کېدو لپاره د برېښنايي تذکرو د وېشلو ارزښت ته په اشارې سره له سياسي بهيرونو او شخصيتونو او نورو مدني بنسټونو او پرګنو څخه غوښتل شوي چې له دغه بهير څخه دې ملاتړ وکړي.

ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان کړی چې د سلواغې په ۲۶مه د هېواد لوړپوړو چارواکو ته د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ پيل شوې او دغه بهير به دوام ولري.

خو د ملي يووالي حکومت اجرايه مشر عبدالله عبدالله له دې اقدام سره مخالفت کړی او ويلي يې دي چې د برېښنايي تذکرو د وېشلو لړۍ بايد بنده شي او د يوې سترې ملي قضيې په توګه د يادو شويو تذکرو  وېش لا ډېر بحث او دقت ته اړتيا لري، څو په دې اړه د ملي اجماع له لارې موافقه ترلاسه شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

بهشته محمدی
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست
دولت او سياست

د روسیې د لومړي وزیر مرستیال نږدې راتلونکي کې کابل ته راځي

دولت او سياست

فضل‌الرحمن: د پاکستان حکومت «جعلي» او د ټاکنیزو درغلیو محصول دی

دولت او سياست

لاوروف: د افغانستان اوسنی حکومت یو واقعیت دی چې باید په پام کې ونیول شي

دولت او سياست

روسيه کې د ا.ا سفیر: پاکستان د افغانستان او سیمې د امنیت لپاره ګواښ دی

دولت او سياست

د ا.ا مشر: د ټولنې د اصلاح او فساد د له منځه تلو لپاره د زده‌ګړو د بهير دوام اړين دی

دولت او سياست

لینډزي: برېتانیا د افغانستان په تړاو د سیمه‌ییزو کړکېچونو د سوله‌ییز حل ملاتړ کوي

دولت او سياست

مجاهد: يوناما نړۍ ته د افغانستان منفي انځور وړاندې کوي؛ دغه چلند يې د بې‌طرفۍ له اصل سره په ټکر کې دی

دولت او سياست

برېتانیا له افغاني سرې میاشتې سره د راستنېدونکو کډوالو او نورو بشري برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه