هرات(پژواک، ٢ کب ٩٦): د هرات امنيتي سرچينې وايي چې ددې ولايت په ادرسکن ولسوالۍ کې په يوه ترافيکي پېښه کې اته تنه مړه شوي او ديارلس نور ټپيان دي.
د هرات امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار شاوخوا پنځه بجې يو فلاينکوچ موټر له هرات نه فارسي ولسوالۍ ته په لاره و چې د ادرسکن ولسوالۍ په صحرا سرخک سيمه کې ټکر شو.
نوموړي زياته کړه چې په دې ترافيکي پېښه کې اته تنه مړه شوي او ١٣ نور ټپيان دي. د پېښې قربانيانو کې څلور ښځې، دوه ماشومان او دوه نارينه شامل دي.
د هرات امنيې قوماندانۍ وياند زياته کړه چې د پېښې ټپيان د پوليسو له لوري روغتيايي مرکزونو ته لېږدول شوي او روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دى.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










