منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:52 غ.م
ننوتل
10° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
دولت او سياستغړي

خوست کې د لرو پښتنو د ملاتړ په موخه لاریون وشو

· 2 دقیقې لوستل · 138 کتنې

خوست ښار (پژواک، ٨ کب ۹۶): په خوست کې يو شمېر خلکو د لرو پښتنو له حقونو د ملاتړ په لاريون کې له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې پاکستان کې مېشتو پښتنو قومونو ته دې خپل حقونه ورکړل شي.

دغو لاريون کوونکو چې شمېر يې شاوخوا درې سوو تنو ته رسېده، د خوست ښار لوېديځ لوري ته د قبايلو رياست تر څنګ لاريون وکړ، د لرو پښتنو په ملاتړ او د پاکستان د حکومت خلاف شعارونه يې ورکول.

دوی د پاکستان پر حکومت نيوکه کوله چې په هغه هېواد کې یې پښتانه له خپلو حقونو محروم کړي، مشران او ځوانان يې په بېلابېلو نومونو وژلي او دا لړۍ يې روانه ساتلې ده.

يوه لاريونوال ميرناګل تڼيوال په خپلو خبرو کې له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د پاکستان د حکومت خلاف د لرو پښتنو غږ واوري او له ظلم څخه يې وژغوري.

هغه وويل: ((د پاکستان حکومت د تاريخ په اوږدو کې پر پښتنو ظلم کړی دی. موږ دا نه شو زغملی چې زموږ لر وروڼه دې په ظلم او وحشت کې ژوند وکړي.))

دوی همدارنګه د ټولو هغو ولايتونو پر اوسېدونکو چې په ورځنۍ راکړه ورکړه کې له پاکستانۍ کلدارو ګټه اخلي، غږ وکړ چې پر ځای يې افغانۍ رواج کړي.

بل لاريون کوونکي سپين روان نورزي وويل: ((موږ پر ټولو افغانانو غږ کوو چې پاکستانۍ کلداره بنده کړي. همدرانګه له سوداګرو هم غوښتنه کوو چې له پاکستان سره هر ډول سوداګري وتړي؛ ځکه موږ نه غواړو چې پاکستان په اقتصادي لحاظ پياوړی شي.))

د دغه لاريون ګډونوالو د يوه پرېکړه ليک په خپرولو سره د ملګرو ملتونو د امنيت له شورا وغوښتل چې پاکستان د ترهګرو په لېست کې شامل کړي او د ترهګرۍ د تمويلوونکي هېواد په توګه دې وپېژندل شي.

په پرېکړه ليک کې دغه راز راغلي چې ټول افغانان په يوه غږ د پاکستان له حکومته جدي غوښتنه کوي چې په هغه هېواد کې مېشتو پښتنو ته هغه حقوق ورکړي چې په يوه ويشتمه پيړۍ کې د متمدنو انسانانو حقوق ګڼل کېږي.

د يادونې ده چې په پاکستان کې د پښتنو تر بې ساري خوځښت وروسته د افغانستان په بيلابيلو ولايتونو کې هم خلکو د پاکستان د حکومت پر ضد لاريونونه وکړل او په هغه هېواد کې د پښتنو د حقوقو غوښتنه وکړه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

محمد هارون
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست
دولت او سياست

د روسیې د لومړي وزیر مرستیال نږدې راتلونکي کې کابل ته راځي

دولت او سياست

فضل‌الرحمن: د پاکستان حکومت «جعلي» او د ټاکنیزو درغلیو محصول دی

دولت او سياست

لاوروف: د افغانستان اوسنی حکومت یو واقعیت دی چې باید په پام کې ونیول شي

دولت او سياست

روسيه کې د ا.ا سفیر: پاکستان د افغانستان او سیمې د امنیت لپاره ګواښ دی

دولت او سياست

د ا.ا مشر: د ټولنې د اصلاح او فساد د له منځه تلو لپاره د زده‌ګړو د بهير دوام اړين دی

دولت او سياست

لینډزي: برېتانیا د افغانستان په تړاو د سیمه‌ییزو کړکېچونو د سوله‌ییز حل ملاتړ کوي

دولت او سياست

مجاهد: يوناما نړۍ ته د افغانستان منفي انځور وړاندې کوي؛ دغه چلند يې د بې‌طرفۍ له اصل سره په ټکر کې دی

دولت او سياست

برېتانیا له افغاني سرې میاشتې سره د راستنېدونکو کډوالو او نورو بشري برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه