منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۱۰ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: ښه
غړي

کندهار ښار کې سېلابونو زیانونه اړولي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۸۲ کتنې

کندهار (پژواک، ۸ کب ۹۶): د کندهار ښار په ځینو ساحو کې د تېز باران او ږلۍ له امله سېلابونه راوتلي او خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي دي.

که څه هم ورښت هومره زیات نه و او یوازې څو دقیقې یې دوام وکړ خو د کندهار ښار په ځینو ساحو کې سېلابونه را ووتل او یو شمېر ودانۍ یې نړولې دي.

د اړوندو ادارو چارواکي هم مني چې ورښت د کندهار ښار په ځینو ساحو کې یوازې ځاني زیانونه اړولي خو د کره شمېر د معلومولو لپاره یې په سروې بوخت دي.

د کندهار ښاریانو نیوکې او شکایتونه هم همدا دي چې ولې د کلونو په تېرېدو د کندهار ښار د کانالیزاسیون غم نه دی خوړل شوی او د ډېر کم اورښت له امله هم سېلابونه راوځي او خلکو ته زیانونه اړوي؟

د کندهار ښار د ۱۲مې ناحیې د حکیم اډې سیمې یوه اوسېدونکي نورمحمد پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ د لږ وخت لپاره باران و اورېد خو د استوګنې پر سیمو او سړکونو سېلابونه رامات شول.

هغه زیاته کړه، که څه هم دغو سېلابونو یو شمېر کورونه او ودانۍ ونړولې خو له ښه مرغه ځاني زیان یې نه درلود.

د ده په خبره هر کال وینو چې بارانونه خلکو ته زیان اړوي خو اړوندو ادارو کله هم په بنسټیزه توګه د کندهار ښار د کانالیزاسیون سیسټم اصلاح نه کړ.

د کندهار ښار د لویې ویالې یوه اوسېدونکي محب الله هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېرې ورځې د باران له امله د استوګنې پر سیمو سېلابونه رامات شول او د خلکو کورونه له اوبو ډک شول.

دی هم وايي چې هر کال اورښت او سېلابونه خلکو ته زیان اړوي خو بیا یې هم پر وړاندې تدابیر نه نیول کېږي.

دی وايي، ښاروالۍ او نورې اړوندې ادارې باید ځواب ووايي چې ولې لا هم د معمولي اورښت پر مهال سېلابونه راوځي او خلکو ته زیان اړوي.

د کندهار ښاروالۍ ویاند زمري څرګند پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ د کندهار ښار په ټولو ۱۵ ناحیو کې تېز باران و اورېد چې له ښه مرغه ډېر زیان یې نه درلود.

دی وايي، دا د کندهار ښاروالۍ د هغو پرمختیايي چارو له امله وه چې د ښار ډېرې سیمې يې تر ماسټر پلان لاندې راوستي، سړکونه، پلې لارې، او  ويالې یې جوړې کړي دي.

د ده په خبره، د کندهار ښاروالۍ اړوند د تنظیف ادارې لا له وړاندې د ښار ټولې ويالې او پاتاونه پاک کړي څو د باران له امله بند نه شي او خلکو ته زیان و نه رسېږي.

خو ده وویل یوازې د کندهار ښار د ۱۲مې ناحیې په لرې پرتو سیمو کې هغه کورونه او ودانۍ نړېدلې چې پر غصب شوو ځمکو او یا د سېلابونو راوتو په مسیر کې جوړې شوې دي.

دی زیاتوي، ښاروالۍ تل خپله دنده په سمه توګه رسولې خو د کندهار ښار د کانالیزاسیون اداره باید ځواب ووايي چې ولې نه دي توانېدلي دغه سیسټم ورغوي.

په کندهار کې د کانالیزاسیون ادارې مسوول انجنیر نادر کاکړ پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه اداره یوازې د ککړو اوبو(فاضلاب) د ویستلو دنده لري، په داسې حال کې چې د ويالو او پاتاوونو د جوړولو او پاکولو چارې په ښاروالۍ پورې اړه لري.

هغه زیاته کړه، په کندهار ښار کې د تېرې ورځې سېلابونه د پاتاوونو او چریو د بندېدو له امله وو چې د کندهار ښار پخواني نفوس ته په کتو جوړ شوي.

دی وايي، په دې برخه کې د خلکو همکاري هم اړینه ده چې کړې یې نه ده.

د ده په خبره، په نوي کال کې د کندهار ښار په ګډون د پنځو لویو ښارونو د کانالیزاسیون سیسټم رغول او عصري کول په پام کې دي چې بیا هم د سېلابونو له نه راوتو سره هیڅ مرسته نه کوي، بلکې یوازې د حفظ الصحې په برخه کې له خلکو سره مرسته کولای شي.

په کندهار کې د طبيعي پېښو پروړاندې د چمتووالي ریاست مرستیال حمید الله پژواک خبري اژانس ته ومنله چې د تېرې ورځې اورښت د کندهار ښار په پنځمه، نهمه او دوولسمه ناحیو کې یوازې مالي زیانونه اړولي دي.

ده وویل، د سېلابونو له امله د کندهار ښار په دغو ساحو کې یو شمېر ودانۍ نړېدلې خو په اړه یې د دوی سروې روانه ده او لا یې کره شمېره معلومه نه ده.

نوموړي زیاته کړه، له ولسوالیو لا تر اوسه د زیانونو په اړه کوم خبر نه دی تر لاسه شوی.

د کندهار د کرنې ریاست ویاند حبیب الرحمن سجاد پژواک خبري اژانس ته وویل، په کندهار کې د باران تر څنګ ږلۍ هم اورېدلې چې ډېر تمرکز یې په ميوند، ژېړۍ، پنجوایي، خاکرېز او ارغنداب ولسواليو کې وو او کېدای شي کښتونو ته یې زیان اړولی وي.

هغه زیاته کړه، تېره ورځ په کندهار کې د اورښت کچه ۱۰،۳ ملي متره وه او تر دې مهاله ټولټال ۲۹ ملي متره باران اورېدلی.

د ده په خبره، اوسمهال د ځینو کښتونو د پيل موسم دی او کېدای شي د تېرې ورځې ږلۍ په ځینو ساحو کې کښتونو او شنوخونو ته زيان اړولی وي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې