ايبک (پژواک، ٩ کب ٩٦): د سمنګانو مرکز ايبک ښار کې نن سهار ١٠٤ پسونه د ٤٠٤ مسافر وړونکي موټر تر ټايرونو لاندې مړه شوي دي.
د سمنګان د روى دواب ولسوالۍ اوسېدونکي پيوند شاه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار يې د ايبک په لرغان سيمه کې خپل ١٤٠ پسونه له سمنګان- مزارشريف سړک نه تېرول چې يو ٤٠٤ موټر په سرعت راغى او ١٠٤ پسونه تر ټايرونو لاندې ووژل.
هغه زياته کړه چې دغه موټر په اتفاق شرکت پورې اړه لري او شرکت دې د پسونو تاوان ورکړي.
د سمنګان د امنيې قوماندانۍ د ترافيکي حادثاتو امر عبدالرازق وويل چې د موټر چلوونکى نيول شوى او پوليس د موضوع په اړه څېړنه کوي.
هغه زياته کړه چې دغه موټر له کابله فارياب ته پر لاره و.
د موټر چلوونکي غوث الدين د دغه ولايت ترافيکي پېښو امريت کې وويل: ((هوا تياره وه، د سړک څنګ ته ګڼ پسونه روان وو، د موټر په ليدو ټولو د سړک لور ته را منډې کړې او تر ټاير لاندې شول.))
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










