ژبه

جنرال نيکولسن: سياسي اختلافات بايد د افغانستان امنيت ته زيان ونه رسوي

کابل (پژواک، ١٠ کب ٩٦): په افغانستان کې د امريکا او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نيکولسن ويلي چې سياسي اختلافات بايد د افغانستان امنيت ته زيان ونه رسوي.

نوموړي دغه څرګندونې له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې کړې دي.

هغه لومړى بهرنى جنرال دى چې په افغانستان کې يې د دندې دوه کاله پوره شول، تر دې مخکې نورو جنرالانو په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو دوه کاله قومانده پر غاړه نه لرله.

جنرال نیکولسن په دې مرکه کې وويل چې د افغانستان سياسي مشرانو او سياسي پروسې ته درناوى لري او ملاتړ يې کوي.

خو هغه له افغان سياسيونو وغوښتل، اجازه دې نه ورکوي چې سياست د افغانستان امنيت کمزورى او يا هم له ګواښ سره مخ کړي.

جنرال نيکولسن زياته کړه: ((موږ بايد په ګډه د ترهګرۍ پر ضد مبارزه وکړو؛ ځکه چې ټول د با ثبات او سوله ييز افغانستان غوښتونکي دي.))

د ناټو قوماندان وويل چې د نړيوالې ټولنې، امريکا او ناټو ملاتړ د ټولو افغانانو د ښې راتلونکې او ښيګڼې لپاره دى، نه د يوې ځانګړې ډلې.

هغه د افغانستان داخلي سياسي لانجو او د بلخ ولايت د شخړې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې د سوېلي اسيا په اړه د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اعلان شوې تګلارې کې وسله والو مخالفينو سره په داخل کې مرسته او ملاتړ د نه منلو وړ ګرځول شوى دى.

جنرال نيکولسن زياته کړه: ((ولسمشر ټرمپ له افغانستانه بهر د ترهګرو د خوندي ځالو په اړه هم سپينې خبرې کړې دي او د له منځه وړو غوښتنه يې کړې ده.))

د ناټو او امريکايي ځواکونو قوماندان وايي چې د اسلام اباد او واشنګټن تر منځ په لوړه کچه رابطې نيول شوې، څو پر طالبانو فشار راوړل شي چې د سولې خبرو ته حاضر شي.

ده زياته کړې: ((د ترهګرۍ پر ضد جګړه بايد په ټوله نړۍ کې وشي، د افغانستان دښمنان زموږ دښمنان دي.))

نيکولسن وايي، امريکا، د ناټو سازمان او ټوله نړيواله ټولنه له افغانستان سره اوږودمهالو همکاريو او د شخړو هواري ته ژمن دي.

نوموړي زياته کړې: ((موږ د افغانانو او د دوى د امنيتي ځواکونو د قربانيو قدرداني کوو، موږ به له تاسو سره پاتې يو، څو پورې چې تلپاتې سوله مو نه وي رامنځته کړې.))

جنرال نيکولسن چې له عمومي قوماندانۍ مخکې يې هم په افغانستان کې دندې ترسره کړې او تر اوسه يې شپږ کاله په افغانستان کې تېر شوي، وايي چې په تېره يوه لسيزه کې ډېر پرمختګونه شوي دي.

هغه زياتوي: ((موږ د افغانانو تر څنګ د امريکا او متحدو هېوادونو د خوندي ساتلو لپاره هم دلته مبارزه کوو.))

د جنرال نيکولسن په باور، افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه ورځ تر بلې مسلکي او پياوړي کېږي، په همدې موخه د ماتې نه منونکو افغان کومانډو او هوايي ځواکونو شمېر دوه برابره زياتېږي.

نوموړي د افغان ځواکونو پرمختګونو ته په اشارې سره وايي چې په دې وروستيو کې د ټولو قول اردوګانو قوماندانان نوي ټاکل شوي، په ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو کې په لوړه کچه تغييرات راوستل شوي دي.

هغه زياته کړې چې په نوو ټاکنو کې ځوانانو ته ډېر چانس ورکړل شوى دى.

د ناټو قوماندان وايي: ((کوم شى چې ډېر هيله بښونکى دى، هغه په افغان ځواکونو کې د ځوانو سرتېرو شتون دى او هره مياشت له بېلابېلو روزنيزو مرکزونو ځوان سرتېري او افسران فارغېږي.))

جنرال نيکولسن وويل چې د افغان ولسمشر اشرف غني د اصلاحاتو له امله په امنيتي ارګانونو کې مثبت بدلونونه رامنځته شوي او افغان ځواکونه له دفاعي حالته راوتلي او يرغليز حالت یې خپل کړى دى.

د ناټو قوماندان ادعا کوي چې طالبان د جګړې په ميدان کې ماتې خوړلې او اوس يې په ښارونو کې پر ملکيانو بريدونه پيل کړي دي.

د هغه په وينا، په تېرو دوو کلونو کې طالبانو ډېرې هڅې وکړې چې لوى ښارونه او يا هم ولايتونه ونيسي، خو پاتې راغلل.

خو جنرال نيکولسن وايي، ځينې ولسوالۍ يې ونيولې، خو په ساتلو کې يې پاتې راغلل.

هغه زياتوي، د افغانستان د نشه يي توکو ٩٠ سلنه کر په هغو سيمو کې دی چې د وسله والو طالبانو تر کنټرول لاندې دي او بيا يې له عوايدو څخه په جرمي او ورانکاره کړنو کې کار اخلي.

په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو قوماندان وويل چې افغان حکومت د فساد پر ضد هم کلکه مبارزه کړې او د جنرالانو په ګډون يې ګڼ شمېر چارواکي محاکمه کړي.

خو هغه زياته کړه چې د فساد پر ضد مبارزه کې بايد نور ډېر کار وشي.

دى وايي: ((جنګسالارېزم، فساد او نشه يي توکي اوس هم سترې ستونزې دي او له يو بل سره تړاو لري، خو که امنيت ښه شي، دا ستونزې په خپله هوارېږي.))