منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۹ غ.م
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: ښه
غړي

هرات کې د ترافيکي پېښې له امله ٢٨ تنه ټپيان شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۵۱ کتنې

 هرات(پژواک، ١٩ کب ٩٦): د هرات ولايت ځايي سرچينې وايي چې په هرات ښار کې د يوه بس موټر د اوښتو له امله ٢٨ تنه ژوبل شوي دي.

د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د هرات ښار امام شش نور سيمه کې يو ميني بوس موټر چپه شوى.

د هرات حوزوي روغتون  وياند محمد رفيق شېرزى وايي چې دغه موټر له هرات ښار څخه د افغانستان- ايران پولې پر لور د حرکت پرمهال له دغې پېښې سره مخ شوى دى.

هغه ويل چې په پېښه کې ٢٨تنه ټپيان دي او د هرات حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې په ټپيانو کې ١٠ ښځې ، ١٧ ماشومان او يو نارينه شامل دي، خو روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې