منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:42 غ.م
ننوتل
13° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
روغتیاغړي

د “چراغ” په نوم طبي تلوېزيون فعاليت پيل کړ

· 2 دقیقې لوستل · 181 کتنې

کابل (پژواک، ٢٠ کب ٩٦): د روغتيايي چارو په اړه د عامه پوهاوي کچې د لوړولو او د نارغيو په هکله د خلکو د پوهاوي په موخه د "چراغ" په نوم لومړى خصوصي تلوېزيون نن په رسمي ډول خپل فعاليت پيل کړ.

د ياد تلوېزيون مشر چراغ علي چراغ وويل،دا په هېواد کې لومړنى خصوصي تلوېزيون دى چې د چراغ لوړو زده کړو موسسې د خپرندويه عنوان په توګه يې نن په رسمي ډول خپل فعاليت پيل کړ.

نوموړي زياته کړه، دغه تلوېزيون د عامې روغتيا په برخه کې کار کوي او موخه يې طبي روزنه او له ناروغيو مخنيوى دى.

د حکومت اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله، د دغه تلوېزيون د فعاليت په اړه د تلوېزيون مسوولينو او د هېواد د رسنيو ټولنې ته مبارکي وړاندې کړه او زياته يې کړه، د ياد تلوېزيون پرانېسته يو غوره ګام دى او هيله ده چې دغه رسنۍ په هېواد کې د مثبت بدلون لامل شي.

د نى دفتر اجراييه مشر عبدالمجيب خلوتګر چې د ياد تلوېزيون د پرانېستې په مراسمو کې د ويډيو له لارې خبرو کې وويل، چراغ تلوېزيون بايد په يوه ډاکټر بدل نه شي، بلکې په ټولنه کې د يوه روغتيايي سلاکار په توګه دنده ترسره کړي.

دغه راز د لوړو زده کړو وزارت وزير نجيب الله خواجه عمري هم په يوه ويډيويي وينا کې وويل، د ياد تلوېزيون خپرونې يو غوره او پرځاى ګام دى چې پروګرامونه يې د خلکو د روغتيا او عامه فکرونو په برخه کې غوره رول لوبولى شي.

د عامې روغتيا وزير فيروزالدين فيروز هم د خپلو خبرو پر مهال وويل، د ناروغيو په اړه پوهاوى له ډېرو ناروغيو د مخنيوي لامل کېدلى شي او په دغه برخه کې د ياد تلوېزيون رول ډېر مهم او با ارزښته دى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

بهشته محمدی
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول روغتیا
روغتیا

هلمند کې د مالګې د توليد شپږ کارخونې د روغتیايي معیارونو نه رعایتولو له امله تړل شوې دي

روغتیا

دوه نړۍوال بنسټونه: افغانستان کې خوارځواکي مخ پر زیاتېدو ده او باید بېړنۍ مرستې وشي

روغتیا

د غزني جغتو کې خلکو په خپل لګښت روغتیايي مرکز جوړ کړی؛ د تجهیز لپاره یې مرستې ته اړ دي

روغتیا

د عامې روغتیا وزیر له خپل بېلاروسي سیال سره د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

روغتیا

کونړ کې د اووه میلیون افغانیو په لګښت یو روغتیايي مرکز جوړ شو

روغتیا

هند له افغانستان سره په روغتیايي برخه کې د همکاریو پر دوام ټینګار کړی

روغتیا

کابل کې د څښاک اوبو کیفیت؛ د خلکو له اندېښنو تر روغتیايي څارنې

روغتیا

د افغانستان د سوداګرۍ خونې د سرطان تخصصي خیریه روغتون جوړولو طرحه تصویب کړه