تعقيبي- کندهار (پژواک، ۲۳ کب ۹۶): د کندهار- هرات پر لویه لار په میوند ولسوالۍ کې د یوې ترافیکې پېښې په پایله کې ۸ کسان مړه او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.
پېښه نن (د کب ۲۳مه) شاوخوا یوه بجه د دې ولسوالۍ اړوند په تور مانده سیمه کې د یوه ۴۰۴ مسافر وړونکي بس او کرولا موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
د کندهار د ترافیکو مدیر محمدالله خان پژواک خبري اژانس ته وویل، د میرویس نیکه ټرانسپورټي شرکت اړوند یوه ۴۰۴ موټر چې له کابله فراه ته پر لاره و، له کرولا موټر سره يې ټکر کړی دی.
هغه زیاته کړه، په دې پېښه کې ۸ کسان مړه او ۲۲ نور ټپیان شوي چې مېرمنې او ماشومان هم په کې شامل دي.
د کندهار د والي ویاند قدرت الله خوشبخت هم وايي چې په دې پېښه کې اته تنه مړه شوي او ۲۲ نور ټپيان دي.
ده پژواک اژانس ته وویل، د پېښې ټپیان په کندهار کې میرویس حوزوي روغتون ته وړل شوي چې د ځینو روغتیايي حالت ښه نه دی.
ميوند ولسوالي د کندهار ښار په ٧٠ کيلومترۍ کې د هرات_کندهار پر لويه لاره پرته ده.
پر لویو لارو تل ورته خونړۍ ترافیکي پیښې کېږي چې ګڼو خلکو ته په کې مرګ ژوبله اوړي.
د ترافيکي اصولو نه مراعاتول، تېز تګ او د سړکونو خراب حالت د ترافیکي پېښو د ډېروالي لاملونه ګڼل کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










