ژبه

ناټو: د افغانستان اوسنيو شخړو هواري لپاره د پياوړي دولت شتون اړين دی

کابل (پژواک، ٢٧ کب ٩٦): د ناټو ملکي استازى او سفير وايي چې د افغانستان د اوسنيو شخړو د هواري لپاره د يو پياوړي دولت شتون اړين دى او پرته له دې ډاډمن امنيت نه شي راتلى.

دغه څرګندونې په افغانستان کې د ناټو سازمان ملکي استازي کرنيلوز زميرمان له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.

نوموړي له ٢٠١٣ زېږديز کال څخه تر ٢٠١٥ کاله پورې په مزارشريف ښار کې د جرمني د کونسل جنرال په توګه دنده ترسره کړې او له ٢٠١٧ کال راهيسې د ناټو د سفير او ملکي استازي په توګه کار کوي.

هغه د ملي يووالي حکومت د فعاليتونو په اړه وايي: "د دغه حکومت جوړېدل مې له نږدې کتلي او د ملکي استازي په توګه يې فعاليتونه تعقيبوم، زموږ په هېواد کې هم د يوې اوږدې مودې لپاره همدا ډول حکومت و."

د نوموړي په وينا، دوى د ملي يووالي او ګډ حکومت پراخې تجربې لري، هلته سياسيون يو بل ته درناوى لري.

د ناټو ملکي استازي د ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله د ګډ کار د جرئت ستاينه کوي چې له تېرو درېيو کلونو راهيسې يې ترسره کوي.

د هغه په وينا، د افغانستان په ملي يووالي حکومت کې ټولو قومونو او اقليتونو ته ونډه ورکړل شوې ده او يو پراخ بنسټه حکومت يې جوړ کړى دى.

د ناټو ملکي استازى په افغانستان کې د داخلي کشمکشونو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وايي چې د افغانستان د اوسنيو شخړو د هواري لپاره د يو قوي او پياوړي دولت شتون اړين دى.

هغه وايي: "له پياوړي دولت پرته يو قانوني حکومت او ډاډمن امنيت نه شي رامنځته کېداى."

نوموړي هيله څرګنده کړه چې د افغانستان ملي يووالي حکومت د ټولو افغانانو د ښيګڼې لپاره د قانون په پلي کولو کې خپلو اقداماتو ته ادامه ورکړي.

ده زياته کړې، با ثبات افغانستان د ټولو افغانانو او ټولې سيمې او په ټوله کې د ناټو د امنيت او ثبات په ګټه دی.

د ملي يووالي حکومت د اصلاحاتو په اړه د ناټو ملکي استازي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې په هره برخه کې د پام وړ اصلاحات رامنځته شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع