منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:10 غ.م
ننوتل
8° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
دولت او سياستغړي

د چين سفير: افغانستان کې د سولې د خبرو لپاره ګټورې لارې لټوو

· 3 دقیقې لوستل · 120 کتنې

کابل (پژواک، ٢٩ کب ٩٦) : د چين سفير افغانانو ته د نوي کال د مبارکۍ ورکولو ترڅنګ ويلي  چې د هېواد مشرتابه تل هڅه کړې چې په افغانستان کې د سولې د خبرو اترو لپاره ګټورې لارې ولټوي.

د چين سفير ليوجين سانګ دا څرګندونې د نوي کال په مناسبت افغانانو ته د مبارکۍ په پيغام کې کړې دي.

هغه د مبارکۍ ترڅنګ هيله څرګنده کړې چې نوى کال افغانانو ته د سولې، ثبات او پرمختګ زيري له ځانه سره ولري او له کورنيو مشکلاتو څخه ووځي.

نوموړي زياته کړه چې چين او افغانستان ددولتونو او ولسونو په کچه ٦٠ کلنه ملګرتيا او دوستي لري او دې ته به ادامه ورکوي.

د هغه په وينا، د ورېښمو لاره او د يوې لارې يو کمربند پروژو سر به ددواړو هېوادونو ولسونه نور هم سره نږدې کړې، ځکه چې ګټې يې سره شريکې دي.

بلخوا د چين سفير ليوجين سانګ نن د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار سره پر بېلا بېلو موضوعاتو خبرې اترې کړې دي.

د مشرانو جرګې له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې ليوجين سانګ د دواړو هېوادونو تر منځ د دوستانه او تاریخي اړیکو او ښه ګاونډیتوب څخه د يادونې تر څنګ وويل چې هېواد يې هیله لري ترڅو افغانستان د يو پرمختللي، باثباته او په خپلو پښو ولاړ هېواد په توګه په سیمه کې راڅرګند شي.

هغه زياته کړې :" زموږ د هېواد مشرتابه تل هڅه کوي چې په افغانستان کې د سولې د خبرو اترو لپاره ګټورې لارې وپلټي او هم د تېر په څېر به د افغانستان د پرمختيايي پروژو د پلي کېدو، د بيا رغونې او نوې رغونې په لارو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي. "

د چین سفیر همدا راز د ورېښمو لار د اهميت او د چين د خلق جمهوريت د نوي اقتصادي تګلارې او په اړونده هېوادونو د دې د مثبتو اغېزو په اړه څرګندونې وکړې او هم يې د دواړو هېوادونو د پارلماني اړيکو د پراخوالي او افغان محصلينو ته د تحصيلي بورسونو د ورکړې په برخو کې د مشرانوجرګې مشرتابه ته معلومات وړاندې کړل.

د مشرانو جرګې رييس په بېلا بېلو برخو کې د چين د ولسي جمهوريت له مرستو مننه کړې او دچين د ولسمشر په توګه د شي جينګ پينګ د بيا ټاکنې مبارکي يې ورکړه .

مسلميار زياته کړې :" باور لرم چې یاد هېواد به د افغانستان خلک چې له ترهګرۍ څخه رنځ وړي، له پامه نه غورځوي او ددوی لاس نیوی به کوي، ځکه تروريزم سيمه او نړۍ په جدي توګه له خطر سره مخ کړې ده."

هغه په دې ليدنه کې له ترهګرو څخه د پاکستان ملاتړ او د افغانستان په چارو کې يې لاسوهنې هم په ډاګه کړې او ويې ويل چې پاکستان په ترو څلورو لسيزو کې د افغانستان د خلکو د وژلو او ټولګټو پروژو د ویجاړولو په برخوکې  له  هر ډول کړکيچ څخه کار اخيستی او اخلي يې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

پرويز کړوخېل
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست
دولت او سياست

د روسیې د لومړي وزیر مرستیال نږدې راتلونکي کې کابل ته راځي

دولت او سياست

فضل‌الرحمن: د پاکستان حکومت «جعلي» او د ټاکنیزو درغلیو محصول دی

دولت او سياست

لاوروف: د افغانستان اوسنی حکومت یو واقعیت دی چې باید په پام کې ونیول شي

دولت او سياست

روسيه کې د ا.ا سفیر: پاکستان د افغانستان او سیمې د امنیت لپاره ګواښ دی

دولت او سياست

د ا.ا مشر: د ټولنې د اصلاح او فساد د له منځه تلو لپاره د زده‌ګړو د بهير دوام اړين دی

دولت او سياست

لینډزي: برېتانیا د افغانستان په تړاو د سیمه‌ییزو کړکېچونو د سوله‌ییز حل ملاتړ کوي

دولت او سياست

مجاهد: يوناما نړۍ ته د افغانستان منفي انځور وړاندې کوي؛ دغه چلند يې د بې‌طرفۍ له اصل سره په ټکر کې دی

دولت او سياست

برېتانیا له افغاني سرې میاشتې سره د راستنېدونکو کډوالو او نورو بشري برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه