تالقان (پژواک، ٧ ورى ٩٧): د تخار ولایت د دشت کلا ولسوالۍ یو اوسېدونکی ادعا کوي چې مېرمن یې د دغې ولسوالۍ د روغتیايي مرکز د ډاکټرانو د بې پامۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
عبداللطیف پژواک خبري اژانس ته وویل چې مېرمن یې د زېږون پر مهال د ولسوالۍ په روغتیايي مرکز کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
ده زياته کړه، کله يې چې خپله مېرمن د زېږون لپاره یاد روغتیايي مرکز ته راوسته، یو ډاکټر هم نه و چې مېرمنې سره یې روغتیايي مرسته وکړي.
د هغه په خبره، مېرمن یې روغتیايي مرکز کې څو ساعته د ډاکټر په تمه خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د تخار د عامې روغتیا رییس بيا د دغې موضوع د څرنګوالي په اړه بې خبري څرګندوي او زیاتوي چې د روښانتیا لپاره یې پلټنې پیل کړې دي.
نوموړی وايي، هر هغه چا چې په دې اړه ناغېړي کړې وي، قانوني چلند ورسره کوي.
خو د ادا موسسې رییس ډاکټر ولي محمد راسخ چې د عامې روغتیا ټولې چارې سمبالوي، وایي چې وژل شوې مېرمن انیسه نومېږي او د دشت کلا ولسوالۍ د روغتیايي مرکز د نوکري قابلې د بې پامۍ له امله يې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ده په وينا، یاده قابله یې له دندې ګوښه کړې او د موضوع په اړه د دوی پلټنې پیل شوې دي.
مخکې تر دې هم په مرکز تالقانو کې یو خصوصي روغتیايي مرکز د عامې روغتیا له لوري، وروسته له هغه وتړل شو چې یوه مېرمن په کې د ډاکټرانو د بې پامۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی و؛ خو دغه روغتون څو میاشتې وروسته بېرته خپلې چارې پیل کړې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










