منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۲۴ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

لغمان کې د ترافيکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او پنځه نور ټپیان دي

· ۱ دقیقه لوستل · ۵۱ کتنې

کابل (پژواک، ٩ ورى ٩٧): د کابل- جلال اباد پر لويه لاره په ترافيکي پېښه کې يو کس مړ او پنځه نور ژوبل شوي دي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د وري په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار په درېيو بجو د يادې لويې لارې په اوږدو کې د قرغيو ولسوالۍ د کاکڅ په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې په ياده سيمه کې دوه بارداره موټرو سره ټکړ کړى چې له امله يې يو کس مړ شوی او پنځه نور ټپيان شوي دي.

ځواک وايي چې ټپيان لومړى ځايي کلينيک او تر لومړنۍ درملنې وروسته د ننګرهار عامې روغتيا ته وړل شوي دي.

د ننګرهار د عامې روغتيا وياند انعام الله مياخېل وايي چې ټپيان راوړل شوي خو د هغوى د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې