کابل (پژواک،۱۱وری۹۷): د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په ترکيه کې خپل سفارت ته ويلي چې هغو افغانانو سره دې مرسته وکړي چې په و روستۍ ټرافيکي پېښه کې زيانمن شوي دي.
د بهرنيو چارو وزارت نن د خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې تېره پنجشنبه د ترکيې په اګدير ولايت کې د ټرافيکي پېښې له امله يو شمېر افغان، ايراني او پاکستاني وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې ۱۶ افغانانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی او يو شمېر ټپيان دي.
ويل کېږي چې دغه کسان له ترکيې څخه په غير قانوني توګه اروپا روان وو چې موټر يې د برېښنا له يوې پايې سره تر لګېدو وروسته اور اخيستی دی.
راپورونه وايي، دغه موټر د ۱۲کسانو د لېږدولو وړتيا درلوده، خو قاچاقبرو تر ۵۰ډېر کسان په کې سپاره کړي وو.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني په انقره کې افغان سفارت ته لارښوونه کړې چې له هغو افغانانو سره دې سملاسي مرسته وکړي چې د ترکيې په اګدير ولايت کې د وروستۍ ټرافيکي پېښې له امله مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.
سرچنې ويلي، د بهرنيو چارو وزارت نن په انقره کې افغان سفير عبدالرحيم سيد جان سره د اګدير ولايت وروستۍ ټرافيکي پېښې په اړه ټيليفوني خبرې کړې او هغه ته يې سپارښتنه کړې چې د پېښې سيمې ته دې يو پلاوی واستوي، څو د پېښې له افغان قربيانو سره سملاسي مرستې وکړي.
د بهرنيو چارو وزارت د پېښې قربانيانو کورنيوته د تسليت په ويلو سره يوځل بيا له هېوادوالو څخه غوښتي چې د غير قانوني کډوالۍ دا ډول بوږنوونکو پايلو ته په پام سره دې د قاچاقبرو پر دوکې نه غولېږي او ځانونه دې د دغو جنايتکاره بانډونو په لومو کې نه بندوي.
login or register a new account.