کابل (پژواک ١٤ ورى ٩٧): د ملي امنيت شورا وايي، د کندوز وروستۍ پېښې تر ارزونې او د حقايقو له ترلاسه کولو وروسته دې په اړه لازم اقدامات وشي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنیت شورا غونډه چې نن ماښام د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ وشوه، د کندوز ولایت د وروستۍ پېښې راپور پهکې واورېدل شو.
سرچينه کاږي، ملي امینت شورا ټینګار وکړ چې دغه باید پېښه تعقیب او و ارزول شي او د حقایقو د ترلاسه کولو وروسته دې لازم ګامونه پورته شي.
سرچينه زياتوي، د ملي امنیت شورا غونډې د وسلهوالو ځواکونو د ستاینې تر څنګ د فاریاب، جوزجان، کندوز، اروزګان او فراه ولایتونو د امنیتي وضعیت هر اړخیزه ارزونه وکړه او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د بنسټونو مسوولانو ته یې دنده وسپارله چې د سرتاسري امنیت په ځانګړي ډول د یادو ولایتونو د امنیت د ټینګښت او د تروریستانو د ځپلو په برخه کې لازم تدابیر ونیسي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










