منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۱ غ.م
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

فاریاب کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه شول

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۸ کتنې

ميمنه (پژواک،۲۰ وری ۹۷): د فارياب ځايي سرچينې وايي چې د دغه ولايت په شېرين تګاب ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله دوه کسان مړه او دوه نور ټپيان شوي دي.

د شېرين تګاب ولسوالۍ امنيې قوماندان سمونمل احمدشاه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پېښه د يادې ولسوالۍ په اسلام کلا سيمه کې د ريکشا او سراچه موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې دغه پېښه نن سهار رامنځته شوې چې له امله يې يوه ۱۳کلنه نجلۍ او د ريکشا چلونکي ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپيان شوي دي.

د شيرين تګاب ولسوالۍ امنيې قوماندان د ترافيکي پېښې رامنځ ته کېدل د سراچه موټر چلونکي تجربې نه لرل وبلل او زياته يې کړه، پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې موټر چلونکی له ګرزيوان قشلاق کلي څخه په ډېرې چټکۍ سره پاخه سړک ته راغلی او له يوې ريکشا سره مخامخ شوی او ددې پرځای چې بريک ونيسي، اکسليټر يې نيولی او پېښه رامنځ ته شوې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې