منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۹ غ.م
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: ښه
غړي

پروان کې د ترافيکي پېښې له امله شل کسان ټپيان شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۰ کتنې

چاريکار (پژواک، ٢١ ورى ٩٧): نن له غرمې وروسته د پروان ولايت په مرکز کې د ترافيکي پېښې له امله شل کسان چې ډېر يې د يو خصوصي پوهنتون زده کړيالان دي، ټپيان شول.

دغه پېښه نن شاوخوا دوه نيمې بجې د پروان د مرکز اړوند په چيکل سيمه کې له يو مسافر وړونکي کاسټر موټر سره د بار وړونکي موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

عيني شاهدان وايي چې کاسټر د پروان مرکز او بار وړونکى موټر د کابل خوا ته روان وو چې ټکر يې وکړ.

د پروان ولايتي روغتون سرطبيب ډاکتر عبدالقاسم سنګين پژواک خبري اژانس ته وويل چې له دې پېښې شل تنه ټپيان ياد روغتون ته ور وړل شوي دي.

د هغه په وينا، له ټپيانو د څلورو تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى او په پام کې ده چې د درملنې لپاره کابل ته ولېږدول شي.

دى وايي چې ټپي شوي ټول کسان لويان نارينه دي او ډېر يې د دانش خصوصي پوهنتون زده کړيالان دي.

هغه وويل چې دغه زده کړيالان د پروان د مرکز اړوند د بګرام په دو سرکه نومي سيمه کې دغه موټر ته پورته شوي وو او په چاريکار کې ياد پوهنتون ته روان وو چې له پېښې سره مخ شول.

له ټپي شوو زده کړيالانو د محب الله په نوم يو کس چې په دې پېښه کې يې لاس مات شوى او پر سر يې هم ټپونه خوړلي، وايي بار وړونکى موټر په داسې حال کې له کاسټر سره ټکر وکړ چې غوښتل يې له يو سراچه موټره مخکې شي.

دى وايي، تر ټپي کېدو وروسته بې هوښه شوى و او په روغتون کې په هوښ راغلى دى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې