منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۲۴ غ.م
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: ښه
غړي

په کابل ښار کې ترافيکي پېښې مرګ ژوبله واړوله

· ۱ دقیقه لوستل · ۸۴ کتنې

کابل(پژواک،۳۰وری۹۷): د کابل پوليس وايي چې په دغه ښار کې د بهرنيانو اړوند موټر د ترافيکي پېښې له امله يوه نجلۍ مړه شوې او يو سړی ټپي شوی، خو د کابل د ترافيکو مديريت وايي چې په پېښه کې دوه کسان ټپيان دي.

د کابل پوليسو يوې امنيتي سرچينې چې د نوم له اخيستلو يې ډډه کوله پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار ۱۰:۳۰بجې د کابل ښار د۱۲مې امنيتي حوزې اړوند  احمدشاه بابا سيمه کې د بهرنيو سلاکارانو يوه موټر يوه ښځه وهلې او مړه کړې او په دغه پېښه کې يو سړی ټپي شوی دی.

نوموړي وويل چې له پېښې وروسته بهرني سلاکاران له سيمې څخه لېږدول شوي او په دې تړاو څوک نه دي نيول شوي، خو پوليسو پلټنې پيل کړې دي.

خو د کابل د ترافيکو مدير مل پاسوال سيد محبوب سادات وويل چې په دغه پېښه کې دوه کسان( يوه ماشومه نجلۍ او يو هلک) ټپيان شوي دي.

نوموړي دغه راز وويل چې پېښه د پوليسو او ترافيکو تر څېړنې لاندې ده.

د کابل امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حشمت ستانکزي هم وویل چې دې پېښه کې څوک نه دي وژل شوي، یوازې دوه کسان ټپیان شوي، خو پېښه کې د یوې ټپي  نجلۍ روغتیایي وضعیت نازک دی.

د هغه په خبره، پولیسو قضیه تعقیب کړې او په رسمي ډول ورته دوسیه ترتیب شوې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې