منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۵۱ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د روانې اوونۍ اوږدو کې به د هېواد ۱۰ میلیونه ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین وشي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۷ کتنې

کابل (پژواک، ١٦ غويى ٩٧): د روانې اوونۍ په بهیر کې نږدې لس میلیونه ماشومان په ټول هېواد کې د پولیو پر وړاندې واکسین کېږي.

د عامې روغتيا وزارت په خبرپاڼه کې چې پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې، د ياد مطلب په څرګندولو سره ويلي چې نن د عامې روغتيا او د پوهنې وزارتونو په ګډه سره د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ ضد سراسري کمپاين پرانيست.

سرچينه کاږي، دغه کمپاین په ټول هېواد کې د روان کال د غويي له ۱۷مې تر ۲۱مې پورې پلى کېږي چې په ترڅ کې به یې نږدې ۹،۹ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد دوه څاڅکي واکسین ورکړل شي او همداراز ۵،۹ ماشومانو ته چې عمرونه یې له ۲ تر ۵ عمرونو پورې وي، د کولمو د چینجیو ضد ټابلیټونه هم ورکول کېږي.

سرچينه زياتوي، هغه غونډه چې په دې اړه د کابل په مرکزي دارالحفاظ کې جوړه شوې وه، د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروز الدین فیروز د دیني عالمانو، د مدارسو او ښوونځیو استادانو او شاګردانو ونډه یې له پولیو سره په مبارزې کې خورا مهمه او اړینه وبلله.

نوموړي له دینې عالمانو څخه غوښتنه وکړه چې د پولیو د بشپړ له منځه وړلو په خاطر د خلکو د اذهانو د روښانولو او د عامه پوهاوي د لوړولو په برخه کې مرسته وکړي.

دى زياتوي: "د افغانستان ماشومان د دې وړ نه دي چې د ګوزڼ ناورغۍ له امله د تل لپاره معیوب شي. د هغوی محافظت او خوندي ساتل، زموږ ټولو ایماني او انساني مسوولیت دی. د عامې روغتیا وزارت او د پوهنې وزارت په ګډه سره هڅه کوي چې د ماشومانو د روغتیا د خوندي ساتلو او غوره روزلو سره، هغوی د راتلونکي لپاره د ټولنې سالم او اغېزمن وګړي و اوسېږي."

د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو مرستیال شفیق صمیم د اسلامي ارشاداتو له مخې د ټولنې د وګړو په تېره بیا د ماشومانو د سالمې روغتیا د اهمیت په باب خبرې وکړې او څرګنده یې کړه، ناروغ او معیوب ماشومان نه شي کولای چې روښانه او سوکاله راتلونکي ولري او دا د کورنیو او اړوندو ادارو مسوولیت دی چې د ماشومانو د روغتیا د خوندي ساتلو او د هغوی د ښې راتلونکې لپاره هڅې وکړي. 

د خبرپاڼې په حواله، په دې غونډه کې څو نورو ديني عالمانو، د یونیسف او د روغتیا نړیوالې ادارې استازو هم خبرې وکړې او د پولیو د له منځه وړلو په خاطر، پر لا زیاتو هلوځلو او همدا شان په دې برخه د عامو وګړو په غښتلي مشارکت يې ټینګار وکړ.

د خبرپاڼې د معلوماتو پر اساس، په روان زېږدیز کال کې تر اوسه په افغانستان کې د پولیو ۷ مثبته پېښې رامنځته شوي چې څلور پېښې په کندهار، دوه کونړ او یوه هم په ننګرهار کې ثبت شوې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا