منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۶ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې د سخت باد او باران له امله یو کس مړ او څلور نور ټپیان شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۸۲ کتنې

جلال اباد (پژواک، ٢٢ غويى ٩٧): په  ننګرهار ولايت کې پرون ماښام د سخت باد او باران له امله يو کس مړ شوی او څلور نور ټپيان دي.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ‌‌‌‌‌‌ډاکتر نجيب الله کامه وال د غويي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تېرې شپې له یادې طبیعي پېښې دوی ته یو مړی او څلور ټپیان ور وړل شوي دي.

هغه زياته کړه، په ټپيانو کې يوه ښځه هم شامله ده، له روداتو ولسوالۍ او جلال اباد ښاره ورته انتقال شوي دي.

د سردار په نوم د جلال اباد ښار يو اوسېدونکی وايي، د باد او باران له امله يوه ونه پر يوه ريکشه ور چپه شوې چې له امله يې د ريکشه چلوونکی مړ او دوه نور کسان ټپيان شول.

دی وايي، په پېښه کې ريکشه هم په بشپړه توګه ويجاړه شوې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې