منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:10 غ.م
ننوتل
8° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
دولت او سياستغړي

چین: افغانستان ته د یوه ستر ګاونډي هېواد په سترګه ګورو

· 3 دقیقې لوستل · 158 کتنې

کابل (پژواک، ٢٦ غويى ٩٧): په کابل کې د چين سفير وايي، افغانستان ته د يو ستر ګاونډي هېواد په سترګه ګوري او هېڅکله يې په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه ده کړې.

د چين سفير لي و جيوسانګ Liu Jinsong  دغه څرګندونې د غويي په ٢٦مه د افغان خبريالانو له هغې ډلې سره په خبرو کې کړې دي چې په دې وروستيو کې يې چين ته سفر کړى و.

هغه زياته کړه چې هېواد يې افغانستان ته د دوست ګاونډي هېواد په توګه ګوري او چمتو دى چې په بېلابېلو برخو کې له دغه هېواد سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.

نوموړي چين ته د افغان خبريالانو سفر ګټور وباله او زياته يې کړه چې له دې سره د دواړو هېوادونو خلک او حکومتونه نږدې کېږي.

هغه وويل چې افغان خبريالانو د چين له هغو سيمو ليدنه کړې چې ډېر پرمختګونه په کې شوي، خو په چين کې اوس هم تر ٣٠ ميليونه زيات خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او دوى هڅه کوي چې دا ستونزه هم هواره کړي.

د چين سفير وايي چې په سينکيانګ ولايت کې هم د سخت دريځۍ، افراطيت او نا امنيو له ستونزو او ننګونو سره مخ دي او حکومت يې تل هڅه کړې ده چې دا هر څه کنټرول کړي.

ليو جيوسانګ زياته کړه، سره له دې چې چين ډېر پرمختګونه کړي، خو يو له شمېر کورنيو ننګونو سره هم مخ دي، خو بيا هم غواړي چې له خپلو ګاونډيو سره ښې اړيکې ولري او ورسره خپلو همکاريو ته ادامه ورکړي.

د هغه په وينا، چېن هېڅکله د هېڅ هېواد او په ځانګړې توګه د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه ده کړې او تل يې د افغانستان مذهبي، کلتوري او ټولنيزو مسايلو ته درناوى لرلى دى.

د چين سفير وايي، که څه هم افغانستان يو کوچنى هېواد دى، خو دوى ورته د متقابل احترام په پار د يو ستر ګاونډي هېواد په سترګه ګوري.

ليو جيوسانګ هيله څرګنده کړه چې په افغانستان کې راتلونکې پارلماني ټاکنې په ښه توګه د امنيت په فضا کې ترسره شي.

د هغه په وينا، د روانې مياشتې په وروستيو کې په بيجينګ کې د افغانستان، پاکستان او چين درې اړخيزه غونډه جوړېږي، دغه راز راتلونکې مياشت د سيمه ييزو همکاريو سازمان شانګهاى سرمشريزه غونډه هم جوړېږي چې په کې افغان ولسمشر هم ګډون کوي.

د چين سفير وويل، د دې تر څنګ به په روان او راتلونکي کال په اوږدو کې په چين کې ګڼ شمېر سيمه ييز او نړيوال کنفرانسونه جوړېـږي چې په کې افغان ژورنالېستانو ته هم د ګډون بلنه ورکول کېـږي.

د دې ليدنې پر مهال افغان خبريالانو چين ته خپل سفر ګټور وباله او ويې ويل چې د چين اقتصادي او ټيکنالوجۍ برخې پرمختګونه يې له نږدې وليدل.

د افغان خبريالانو په استازيتوب د پژواک اژانس مشر اېډېټر جاوېد هميم کاکړ وويل، چين د افغانستان يواځېنى ګاونډى هېواد دى چې افغانستان ته يې ګټې رسېدلي، خو زيان يې نه دى اړولى.

هغه له افغان رسنيو سره په بېلابېلو برخو کې د چين د مرستو او همکاريو غوښتنه وکړه او ويې ويل چې دې مرستو سره به افغان رسنۍ پر خپلو پښو ودرېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

پرويز کړوخېل
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست
دولت او سياست

د روسیې د لومړي وزیر مرستیال نږدې راتلونکي کې کابل ته راځي

دولت او سياست

فضل‌الرحمن: د پاکستان حکومت «جعلي» او د ټاکنیزو درغلیو محصول دی

دولت او سياست

لاوروف: د افغانستان اوسنی حکومت یو واقعیت دی چې باید په پام کې ونیول شي

دولت او سياست

روسيه کې د ا.ا سفیر: پاکستان د افغانستان او سیمې د امنیت لپاره ګواښ دی

دولت او سياست

د ا.ا مشر: د ټولنې د اصلاح او فساد د له منځه تلو لپاره د زده‌ګړو د بهير دوام اړين دی

دولت او سياست

لینډزي: برېتانیا د افغانستان په تړاو د سیمه‌ییزو کړکېچونو د سوله‌ییز حل ملاتړ کوي

دولت او سياست

مجاهد: يوناما نړۍ ته د افغانستان منفي انځور وړاندې کوي؛ دغه چلند يې د بې‌طرفۍ له اصل سره په ټکر کې دی

دولت او سياست

برېتانیا له افغاني سرې میاشتې سره د راستنېدونکو کډوالو او نورو بشري برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه