منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۵۷ غ.م
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۵°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

تخار کې سېلابونو ٩ تنه مړه او ٢١ ژوبل کړي

پژواک خبري اژانس
· ۱ دقیقه لوستل · ۷۰ کتنې

تالقان (پژواک ٢٩ غويى ٩٧): په تخار کې  پرله پسې بارانونو د مرکز تالقانو په ګډون په ځینو ولسوالیو کې سېلابونه بهولي چې  نهه تنه په کې مړه شوي او ٢١ نور ژوبل دي.

د والي ویاند سنت الله تېمور د ياد مطلب د څرګندولو ترڅنګ پژواک خبري اژانس ته وویل چې د مرکز تالقانو په ګډون ورسج، فرخار، نمک اب، چاه اب، چال او رستاق ولسوالیو کې څه باندې ٥٠٠ کورونه هم نړېدلي دي. 

د تخار له پېښو سره د مبارزې رییس عبدالرزاق زنده بیا د مړو، ژوبل شویو او ویجاړیو شمېر تر دې هم لوړ ښیي.

ده وویل چې په ډېرو ولسوالیو کې خلکو ته مرګ ژوبلې اوښتې او کورونه نړېدلي دي. 

د هغه په وينا، ځینو بېځایه شویو کورنیو ته یې اړینې مرستې رسولې دي، خو په خبره یې چې نورو اړینو مرستو ته اړتیا شته.  

له پېښو سره د مبارزې اداره وایي، د مرستې رسولو او سروې ډلې یې لا هم په سیمه کې دي، خو پرله پسې بارانونه او سېلابونه د تلفاتو او زیانونو شمېر د ورځ په تېرېدو زیاتوي. 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې