منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۰ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: ښه
غړي

ميدان وردګ او باميانو ولایتونو کې د واورې ورښت زيانونه اړولي

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۴ کتنې

باميان (پژواک، ٣١ غويی ٩٧): د باميانو ولايت په څلورو مرکزي ولسواليو او د ميدان وردګو ولايت په درېيو ولسواليو کې د تېرو دوو ورځو واورې ۲۰۰ کورونو او زر جريبه کرنيزو ځمکو ته زيان اړولی.

د باميان له طبيعي پېښو سره د مبارزې رييس محمد رضا رفعت پژواک خبري اژانس ته وويل چې سېلابونو او  واورې ورېدو ونو اوکښتونو ته زيانونه اړولي دي.

سرچينه وايي چې د ورښت او سېلابونو له امله کابوسل څاروي هم مړه شوي او یادې سيمې ته د زيانونو د کچې معلومولو لپاره د يادې ادارې له لوري پلاوی لېږل شوی دی.

هغه په داسې حال کې چې د پنجاب، يکاولنګ، کهمرد، سيغان ولسواليو او په ېو شمېر مرکزي سيمو کې د تېرو دوه ورځو ورښت يې بې وخته ياد کړي وايي چې د واورې ورښت کچه له ۵ څخه تر ۱۰ سانتي پورې رسېږي.

نوموړی زياتوي چې د کهمرد او سيغان په ولسوالۍ کې سخت باران ډېری کرنيزو ځمکو ته زيان اړولی.

د پنجاب ولسوالۍ اوسېدونکي محمد حسن پژواک ته وويل چې د تېرو دوه ورځو اورښت ددغه ولسوالۍ کروندې پوښلې او ټول سبزيجات يې يخ وهلي.

هغه زياته کړه چې د هوا له ګرمېدو وروسته به کښتونه وده ونه کړي او کروندګر اړ دي چې خپلې ځمکې له سره وکري.

د ميدان وردګو ځايي سرچينو د دغه ولايت په بهسود۱، بهسود۲ او دايمیرداد ولسوليو کې د واورې د اورېدو خبر ورکړی.

د ميدان وردګو ولايتي شورا غړي حسين علي پژواک ته وويل چې د بهسودو په ولسوالۍ کې کابو ۲۰ سانتي واره  اورېدلې ده تر دې چې د حاجيګک په کوتل کې موټرچلوونکو خپل موټر درولي دي.

دغه راز هغه زياته کړه چې ياد ورښت د دايميرداد، د بهسود لومړۍ حصې او بهسودو دويمې حصې د ولسواليو په يو شمېر برخو کې کروندګرو ته ډېر زيانونه اړولي او د هغوی کروندې يې خرابې کړې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې