کندهار ښار (پژواک، ١١ غبرګولى ٩٧) : د کابل – کندهار پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله پنځه تنه مړه شوي دي.
دا پېښه نن سهار په اوه بجو د يادې لويې لارې په اوږدو کې د کندهار د دامان ولسوالۍ د مړوندۍ مانده په سيمه کې رامنځه شوې ده.
د کندهار د ترافیکو مدیر سمونوال محمد الله خان د غبرګولي په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، د احمدشاه ابدالي شرکت اړونده يو ٤٠٤ موټر چې له کابل څخه کندهار ته روان و، له مخامخ سراچه موټر سره يې ټکر کړى.
هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې په سراچه موټر کې سپاره پنځه تنه مړه او يو تن ټپي شوى دى.
د نوموړي په وينا، د ٤٠٤ موټر سپرليو ته زيان نه دى اوښتى. د ترافيکو مدير وايي، چې د پېښې په اړه پلټنې پيل شوې دي.
د يادونې وړ ده، چې د يادې لارې د خرابوالي او دموټرچلوونکو د بې احتياطۍ له امله هر کال سلګونه هېوادوال د ترافيکي پېښو له امله ژوند له لاسه ورکوي.
login or register a new account.