پلخمري (پژواک،١٦غبرګولی ۹۷ ) : د بغلان مرکز پلخمري کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې له خوا له ۱۱۲ سېلاب ځپلو کورنیوسره د یوشمېرخوراکي اوغیر خوراکي توکومرسته وشوه .
د بغلان ولایت له طبیعي پېښوسره د مبارزې ریاست ريیس نصیراحمد کهزاد کورنیو ته د مرستو وېش پرمهال پژواک خبري اژانس ته وویل
:(( په بغلان کې وروستیو سېلابونو یوشمېر کورنۍ زیانمنې کړې چې پرڅوتنو یې پخوا دکور جوړونې وسايل وویشل شول او په پاتې ۱۱۲ کورنیو یې نن خوراکي توکي ، دپخلنځي توکي او یوه خېمه ووېشل شول. ))
کهزاد زیاته کړه،پوهیږي چې ویشل شوي توکي زیانمنو کورنیوته بسنه نه کوي ادارې یې له یوشمېر خیریه موسسو سره اړیکې نیولې دي او ژمنه ورسره شوې چې ژر به پرهمدې یادوکورنیوڅوقلمه نورخوراکي توکي هم وویشي .
ددوشي ولسوالۍ يوه اوسېدونکي حاجي محمد انور دخپلې سیمې په استازیتوب پژواک خبري اژانس ته وویل:(( له موږ سره شوې مرستې بسنه نه کوي اونه هم دڅوورځوخوراک پوره کوي، خو له حکومت څخه ځکه مننه کووهغه څه چې یې لرل موږ ته یې راکړل. ))
ده وویل، د ولایت مقام اواړونده ادارو د مرستې ژمنې کړې دي، دوی هم په تمه دي خو له حکومت څخه غواړي چې دویجاړو شوو کورونو په بېرته جوړېدو کې ورسره هم مرستې وکړي .
دلرخاب سیمې يوه اسېدونکي عبدالحکیم هم دورسره شوو مرستو په اړه پژواک خبري اژانس ته وویل :((په دا وروستیو سېلابونو کې زما او زما دڅلور زامنو کورونه وران او دکور ټول سامان اوبو لاهو کړ، هیڅ نه دي را پاتې دادی نن مو دکور پرسریوه بورۍ وریجې ،کمپلې اودپخلنځي توکي تر لاسه کړل خوښ یو خو چې نور ې مرستې هم را سره وشي. ))
بغلان کې دوروستیو اورښتو له امله را وتلو سېلابونو لسګونه کورونه او له دوه زره جریبه ډېره کرنیزې ځمکې لاندې کړې دي چې له امله یې سلګونو کورنیو ته مالي زیان اوښتى دى .
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










