منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۱۰ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: ښه
غړي

د ايبک ښار د اوبو په یوه ډنډ کې درې ځوانان مړه شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۶ کتنې

ایبک (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۹۷): درې ځوانان چې له لامبو وهلو سره نا بلده وو، د سمنګان په مرکز ايبک ښارکې د اوبو په يو ډنډ کې ډوب شوي او مړه شوي دي.

د یادو کسانو يوه خپلوان نوروز پژواک خبري اژانس ته په دې اړه وويل، دغه ځوانان چې عمرونه یې د ۲۲ او ۲۸ کلونو تر منځ وو، پرون د غنمو د حاصلاتو له راټولولو وروسته د ایبک په قوچنهال سيمه کې د ((ديو زندان)) په نوم د اوبو په يوه ډنډ کې د لامبو وهلو پر مهال ډوب شوي دي.

د نوموړي په وینا، ياد ډنډ کابو پنځلس متره ژور دی.

هغه وويل چې ياد درې تنه د دغه ولایت د دره صوف پایین ولسوالۍ د دایکنډي کلي اوسېدونکي وو؛ خو ۹ مياشتې وړاندې د جګړې له امله له خپل استوګنځي څخه بېځايه او دا مهال يې له خپلو کورنيو سره د ایبک په ګل قشلاق کلي کې ژوند کاوه.

د سمنګان د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې مشر رجب علي يوسفي وویل چې د یادو درېیو کسانو مړي نن سهار اووه بجې له ډنډ څخه را ايستل شوي او د سمنګان ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې هم يو ۱۷کلن ځوان د دغه ولایت مرکز د ايبک په کارته صلح سیمه کې د اوبو په يو ډنډ کې ډوب او مړ شوی و.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې