منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۴۱ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۸° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

افغان سکانو او هندوانو ولسي جرګې ته یو استازی نوماند کړ

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۵۶ کتنې

 کابل(پژواک،٢٠غبرګولی۹۷): د افغانستان د سکانو او هندوانو ټولنه وايي چې د ټولو په خوښه به د دغه  مذهبي اقلیت د څلورو استازو له ډلې په ټاکنو کې د ګډون لپاره يو استازی نوماند کېږي.

 د افغانستان د هندوانو او سکانو د شورا رییس راول سنګ پژواک خبري اژانس ته وويل،د ولسي جرګې د راتلونکو ټاکنولپاره څلور کسان نوماند وو خو درې کسان یې له دې سیالۍ څخه په شا شول.

 د هغه په خبره، د یادو درېیو کسانو له ګوښه کېدو وروسته د افغانستان د سکانو او هندوانو د ټولنې له لوري اوتارسنګ د ولسي جرګې د ټاکنو سیالۍ ته نوماند دی او مېرمن انارکلي هنریار به روان کال هم د سنا مجلس ته د استازې په توګه ورپېژندل کېږي.

 د سکانو او هندوانو د ټولنې رییس وویل: (( اوتارسنګ له انارکلي وړاندې د سنا مجلس کې د خلکو د استازي په حیث دنده ترسره کړې ده او ډېره کاري تجربه لري نو له دې امله دوه اوونۍ وړاندې د هلمند،هرات،کندهار،ننګرهار او غزني له ولايتونو د سکانو او هندوانو استازي راټول شوي او تصمیم یې نیولی چې اوتارسنګ ټاکنو ته د خپل استازيتوب لپاره ور وپېژني.

اوتارسنګ وویل، دی به هڅه وکړي چې د خلکورښتينی استازیتوب وکړي.

 نوموړي زياته کړه: ((د ملي حکومت له وخته تر اوسه د سکانو او هندوانو سره هېڅ ډول مرسته نه ده شوې، سره له دې چې په افغانستان کې زموږ د اوسېدو ۱۲۰ کاله کېږي خو موږ تر اوسه کار او د استوګنې کورونه نه لرو.

 د اوتار سنګ په خبره، د سکانو او هندوانو د ځمکو غصب او د دوی په مذهبي مراسمو کې ستونزې په ځانګړي ډول د مړو سوځول هغه عمده ستونزې دي چې د سکانو او هندوانو ټولنه ورسره مخ ده.

 اوتارسینګ وايي، په هېواد کې د سکانو او هندوانو شمېر د امنیتي ستونزو او تبعیض له امله  له ۲۰۰۰ کسانو څخه ۱۵۰۰ کسانو ته راکم شوى دى.

نوموړي وویل، د افغانستان له دولت څخه غواړي چې د دوی ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي او د دوی د پرمختګ لپاره دې کار وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست