منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۰۹ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: ښه
غړي

په هرات کې د ترافيکي پېښې له امله پنځه کسان مړه شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۵۸ کتنې

هرات(پژواک،۲۰غبرګولی۹۷): د هرات ځايي سرچينې وايي چې د هرات- اسلام کلا لويې لارې په اوږدو کې د يوې ترافيکي پېښې له امله پنځه کسان مړه شوي او لږ تر لږه اته نور ټپيان دي.

 د هرات د پوليسو وياند عبدالاحد ولي زاده وايي چې نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱بجې د هرات- اسلام کلا لويې لارې په اوږدو کې د روج و روزنګ په سيمه کې دوه موټر سره ټکر شول.

 د نوموړي په خبره، په دې پېښه کې يو کرولا موټر له سراچه ډوله موټر سره ټکر شوی چې له  امله يې پنځه کسان مړه شوي او ۴ نور ټپيان دي.

خو د هرات د حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شېرزي وويل چې تر اوسه د پېښې له ځای څخه دوی ته څلور مړي او اته ټپيان ور وړل شوي دي.

 نوموړي زياته کړه چې په پېښه کې څلور نارينه مړه شوي، يوه مېرمن، يو ماشوم او شپږ نارينه ټپيان دي.

ځايي سرچينې وايي چې دغه پېښه د ګړندي تګ او ترافيکي قوانينو او اصولو د نه مراعاتولو له امله رامنځ ته شوې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې