منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۱۴ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: ښه
غړي

هرات کې د اختر ورځو پرمهال دوه کسان وژل شوي او ۲۹۵ نور ټپیان دي

· ۲ دقیقې لوستل · ۴۸ کتنې

 هرات (پژواک، ۲۸غبرګولی ۹۷): د بېلابېلو پېښو له امله د اختر په درې ورځو کې هرات کې، دوه کسان وژل شوي او نږدې درې سوه نور ټپیان شوي دي.

د هرات حوزوي روغتون ویاند محمد رفیق شېرزي، پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاد شمېر کسان ترافیکي پېښو، چاکو وهلو، ډزو او وهلو ټکولو له امله ټپیان او د هرات حوزوي روغتون کې بستر شوي دي.

شېرزي زیاته کړه چې د یاد شمېر کسانو له ډلې ۲۲۲ یې ترافیکي پېښو، ۴۹ یې د وهلو ټکولو، ۱۸ یې د چاکو وهلو او ۶ نور د ډزو له امله ټپیان او دې روغتون کې بسترشوي دي.

هغه وویل چې د ترافیکي پېښو ډېری ټپیان ځوانان او تنکي ځوانان دي چې د موټر او موټرسايکل ګړندي چلولو او ترافیکي قوانینو ته د نه پاملرنې له امله  ټپیان شوي.

 د هرات حوزوي روغتون ویاند زیاته کړه چې دو تنه په واټونو کې د چاکو په وسيله وژل شوي دي.

په ورته وخت کې ځینې ځوانان او تنکي ځوانان د ترافیکي پېښو له امله ټپیان شوي چې لامل یې د موټرو ګړندي ځغلول په ګوته شوي دي.

تنکی ځوان بهروز چې د ترافیکي پېښې له امله یې پښه ماته شوې او د هرات حوزوي روغتون کې بستر دی پژواک ته وویل: (( زه او د کاکا زوی مې د موټرسایکل په واسطه خپل کاکا کورته تلو چې یو درې ټایره زرنج سره یې ټکر وکړ او زما پښه ماته شوه او د کاکا د زوی لاس مې هم مات شوی دی.))

د نوید احمد په نوم بل ځوان پژواک ته وويل: (( پر موټر سایکل د اختر مبارکۍ ته روان وم چې یو موټر مو مخ ته راغی او موږ د سړک په منځ کې پر جدول ولګېدو،زما سر او لاس مات شول او زما د دوو ملګرو اوږې هم ژوبلې شوې دي.))

سربېره له دې د ترافیکو چارواکي په دې ولایت کې د ترافيکي پېښو رامنځ ته کېدو لاملونه د موټرو ګړندي ځغلول او د ترافیکي پېښې پام کې نیول په ګوته کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې