مزار شريف ( پژواک، ٤ چنګاښ،۹۷): د بلخ ولايت د شورتېپې او کلدار ولسواليو اوسېدونکي وايي چې لسګونه زره جريبه ځمکه او سلګونه کورونه يې امو سيند وړي دي.
دوی زياتوي چې يواځې په تېرو دوو کلونو کې د شورتېپې د هزار توقي سيمې ۲۲۴۰ جريبه ځمکه او ۵۶۰ د استوګنې کورونه، د سيند د اوبو د زياتېدو پر مهال ويجاړ شوي چې له امله يې افغان خاوره، ازبکستان لور ته وړې ده.
د بلخ ولايتي شورا هم وايي چې که د امو سيند د تخريباتو مخه ونه نيول شي؛ نو راتلونکو څو کلونو کې به د شورتېپې او کلدار ولسواليو ۸۰ سلنه خاوره د ازبکستان لور ته لاړه شي.
له دې سره د بلخ د دريايي حوزې مسولين د امو سيند پر څنډو د اساسي استحکاماتو جوړېدل، له خپلې وسې پورته کار بولي.
امو د هېواد په شمال کې هغه لوی سيند دی چې له افغانستان سره د ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان هېوادونو پر ګډه پوله بهېږي.
دغه سيند د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره د افغانستان طبيعي سرحد يادېږي، خو وروستيو کلونو کې يې د اوبو د تخريباتو له امله د افغانستان زياته اندازه ځمکه او د استوګنې کورونه ويجاړ کړي دي.
شورتېپه او کلدار د امو سيند پر څنډو پرتې د بلخ ولايت هغه دوه ولسوالۍ دي چې د مسوولينو په وينا، د تخريب کچه په کې ډېره لوړه ده.
له اتيا کيلو متره مزل وروسته، د شورتېپې ولسوالۍ هزار توقي سيمې ته ورسېدو، چېرته چې همدا تېرو دوه کلونو کې زرګونه جريبه ځمکه او د استوګنې سلګونه کورونه، د سيند اوبو له ځان سره وړي دي.
د هزار توقي سيمې له اوسېدونکو سره تازه د اوبو او برېښنا وزارت د يو لړ وسايلو او توکو مرسته کړې چې په موقتي ډول د اوبو د تخريب مه پرې ونيول شي.
په دې ورځ د هزار توقي سيمې د نهو کليو لسګونه اوسېدونکي راټول شوي او د اوبو د تخريباتو د مخنيو په موخه د سيند پر څنډو موقتي موانع جوړوي.
په دې منځ کې د جمعه مراد په نوم ۶۰ کلن سپېن ږيری هم په کار بوخت دی چې د خبرو کولو لپاره يې موږ څنګ ته ورغلو.
نوموړي ځان د شور تېپې ولسوالۍ د هزار توقي سيمي د شيخ کلي اوسېدونکی را وپېژانده او ويې ويل چې ټوله شتمني يې په سيند لاهو شوې ده.
نوموړي په داسې حال کې چې په خپل ښې لاس يې د تندي خولې پاکولې، پژواک خبري اژانس ته يې وويل چې يو کور ورپاتې و او هغه هم نږدې شل ورځې وړاندې اوبو تخريب کړ.
جمعه مراد له امو سيند پورې غاړه ازبکستان لورته اشاره وکړه او ويې ويل: (( هاغه له سيند څخه اخوا ځمکې وينئ، تېر کال زما کور همالته و، لوی مېلمستون مې درلود، د اوبو او ډوډۍ سړی وم؛ خو اوس مې ځمکه اوبو رانه ازبکستان طرف ته وړې ده.))
هغه وايي چې ۱۳ جريبه کرنيزه ځمکه يې هم په تېرو کلونو کې د سيند اوبو تخريب کړې او ازبکستان لور ته يې وړې ده.
جمعه مراد وويل: (( ډېره سخته ده، هغه ځمکه چې د پلار او نيکه هډوکي مې په کې خښ دي، اوبه يې رانه ګاونډي ازبکستان لور ته وړي او موږ يې د مخنيوي پر وړاندې بې وسه يو.))
د هزار توقي سيمې د چقير کلي اوسېدونکی محمد انور بل ځپل شوی کس دی چې د امو سيند د تخريباتو له امله يې کرنيزه ځمکه او څلور کورونه ويجاړ شوي دي.
هغه پژواک ته وويل، په تېرو پنځو کلونو کې يې څلور کورونه اوبو وړي او په وينا يې چې اوس په خېمه کې ژوند کوي.
محمد انور هم د امو سيند هغې غاړې ته ګوته ونيوله او ويې ويل: (( پنځه کاله مخکې مې کور هاغه ساحه کې و، چې اوس په سترګو سم نه ښکاري، خو هر کال د سيند د تخريباتو له امله مې خپل ټول هست او بود له لاسه ورکړل.))
نوموړی زياتوي چې هر کال به يې له خپلې ځمکې پرېمانه حاصل اخيسته؛ خو په خبره يې چې اوس يو توت ته محتاجه دی: (( په خپله ځمکه مې غنم، پنبه او خټکي کرل او هر کال به مې پريمانه حاصل ترې اخيسته؛ خو اوس چې مې ځمکه اوبو وړې، حيران يم چې د کور خرڅ له کومه کړم.))
د هزار توقي سيمې د انکشافي شورا رييس حاجي عبدالخالق پژواک خبري اژانس ته وويل چې هر کال د غويي مياشتې څخه تر زمري مياشتې پورې د امو سيند د اوبو زياتېدو موسم وي چې له امله يې خلکو ته ډېر زيان اوړي.
نوموړي زياته کړه چې په تېرو دوه کلونو کې د دوی د سيمې ۲۲۴۰ جريبه کرنيزه ځمکه او ۵۶۰ د استوګنې کورونه د سيند اوبو ازبکستان لور ته وړي دي.
د هغه په وينا، د افغانستان لور ته د اوبو د تخريب ستونزه ځکه ډېره جدي ده چې په وينا يې ازبکستان خپل طرف ته اساسي استحکامات جوړ کړي دي.
حاجی عبدالخالق د خپلو خبرو په اوږدو کې وويل: (( تېرو دوو کلونو کې موږ د شيخ او چقير په نوم خپل دوه کلي په بشپړه توګه له لاسه ورکړل، چې اوسېدونکي يې نورو سيمو ته کډه شول.))
هغه وايي تر څو چې معياري استحکامات جوړ نه شي، نو په خبره يې د تخريباتو مخنيوی نا ممکن دی.
د شور تېپې تر څنګ کلدار د بلخ بله هغه ولسوالۍ ده چې د امو سيند تخريبات په کې زيات دي.
د يادې ولسوالۍ د کهنه کلدار کلي قومي مشر حاجي عبدالرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل چې دمګړۍ يې کلی د تخريب له جدي ګواښ سره مخ دی.
هغه وويل: (( تېر کال امو سيند زما له کور څخه نږدې ۱۸۰۰ متره لرې و، خو اوس مې اوبه د کور بېخ ته رسېدلي، ښايي نن او سبا کې مې کور ويجاړ کړي.))
نوموړي د نيوکې په ډول وويل: (( د حکومت لوی کار دا دی چې په بوريو کې شګې اچوي او د اوبو مخ ته يې ږدي؛ خو کله چې لمر تېز شي، نو بورۍ وشړيږي او په دې ډول موقتي موانع هېڅ ګټه نه لري.))
د بلخ ولايتي شورا هم په شورتېپه او کلدار ولسواليو کې د امو سيند له امله د تخريباتو دوام خطرناک بولي.
د دغې شورا رييس افضل حديد پژواک خبري اژانس ته وويل چې څوځله يې مرکزي ادارې ته دغه ستونزه رسولې؛ خو په وينا يې هېڅ پاملرنه نه ده ورته شوې.
نوموړي نيوکه وکړه چې هر کال زياته اندازه پيسې د لنډ مهاله موانعو په جوړولو لګول کېږي چې هېڅ ګټه نه لري.
حديد زياته کړه: (( بدبختانه حکومت هر کال يوه زياته اندازه پيسې د موقتي موانعو د جوړېدو په نوم لګوي، چې د څو ورځو په تېرېدو يې پايله صفر وي.))
د هغه په وينا، که حالت همداسې دوام وکړي؛ نو د کلدار او شور تېپې ولسواليو ۸۰ سلنه خاوره به تخريب او د افغانستان له کنټرول څخه ووځي.
نوموړی له مرکزي ادارې څخه د يادې ستونزې د مخنيوي لپاره د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.
په ورته وخت کې د بلخ د دريايي حوزې مسوولين د خلکو يادې شوې ټولې اندېښنې پر ځای بولي او زياتوي چې د امو سيند پر غاړه د اساسي استحکاماتو جوړېدو لپاره بوديجه نه لري.
د بلخ د دريايي حوزې رييس حشمت الله وطنيار پژواک خبري اژانس ته وويل، چې بلخ ولايت کې شاوخوا ۲۰۰ کيلومتره زيانمنه ساحه موجوده ده، چې هر کال تخريبات په کې کېږي.
هغه وايي چې دغه اداره يواځې په اضطراري حالاتو کې د خلکو په مرسته د يو لړ لنډ مهاله تحکيماتو د جوړولو توانايي لري.
نوموړي وويل: (( په تېرو لسو کلونو کې شاوخوا ۵۰۰ مليونه افغانۍ د اضطراري حالاتو د کنټرول پر تحکمياتو لګول شوې دي، چې اوس يې ډېری تحکيمات اوبو ويجاړ کړي دي.))
د بلخ د دريايي حوزې رييس زياتوي چې د امو سيند د تخريباتو د مخنيوي په موخه بايد د حکومت د رهبرۍ په کچه تصميم ونيول شی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










