منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۵۰ غ.م
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: ښه
غړي

لغمان کې د ولسمشر د ساتونکو موټريز کاروان يوه ماشومه وژلې

· ۱ دقیقه لوستل · ۸۰ کتنې

جلال اباد (پژواک ۱۲ چنګاښ ۹۷): د لغمان ولايت مرکز مهترلام ښار کې د ولسمشر موټريز کاروان يوه ماشومه وهلې، چې وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د چنګاښ په ۱۲مه پژواک ته وويل، پرون هغه مهال چې د ولسمشر د ساتونکو (PPS) د موټرو کاروان په مهترلام ښار کې روان و، يوې دولس کلنې ماشومې يې په ناڅاپي ډول مخته ورمنډه کړې او تر يو موټر لاندې شوې ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې ماشومه لومړی ټپي شوې؛ خو روغتون ته تر رسېدو وروسته يې ساه ورکړې ده.

دی وايي، پېښه په تصادفي ډول رامنځته شوې، قصدي عمل نه دی او وروسته د ولسمشر له لورې د ماشوم کورنۍ سره يو لک افغانۍ مرسته هم شوې ده.

په همدې حال کې د لغمان د ولايتي شورا رييس رفيع الله مموزی وايي، چې وژل شوې ماشومې ماسته خرڅول او هغه مهال چې د ولسمشر د ساتونکو موټريز کاروان له سيمې تېرېده وارخطا شوې او يو دم يې منډه کړې ده.

ارګ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ولسمشر تېرې درې ورځې په ختيځو ننګرهار او لغمان ولايتونو کې تېرې کړې، چې د بېلابېلو غونډو پرمهال يې د خلکو ستونزې واورېدې او د حل په موخه يې ورسره ژمنې وکړې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې