ژبه

د حرمينو امامانو يو ځل بيا افغانستان کې د سولې لپاره دعا وکړه

توسط حکمت

جولای 13, 2018 - 5:07 pm

Views: 77

کابل (پژواک، ٢٢ چنګاښ ٩٧): د حرمين الشرىفين امامانو يو ځل بيا د جمعې لمانځه په خطبو کې افغانستان کې د سولې لپاره دعا وکړه، د علماوو نړيوال کنفرانس يې مهم وباله او افغانان يې سولې او  يوالي ته راوبلل.

دا په داسې حال کې ده د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو تر سلو ډېرو ديني عالمانو تېره سې شنبې او چهارشنبې په مکه مکرمه او جده کې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګښت په موخه جوړ شوي کنفرانس کې برخه واخيسته.

دغو علماوو د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د افغانستان دولت اسلامي دى، خلک يې مسلمانان دي ، د هغوى وژل ناروا دي او هغه چې افغانستان کې روان دي او هره ورځ له افغانانو قرباني اخلي د اسلام د اصولو خلاف دي.

نن د مکې مکرمې د حرم خطيب الشيخ صالح بن محمد آل طالب د جمعې لمانځه په خطبه کې وويل:" يا الله! د هغو علماوو په کنفرانس کې برکت واچوې، کوم چې په مکه مکرمه کې د افغان سولې او په افغانستان کې د امن او استقرار د تحقق لپاره را ټول شوي و. ياالله! د کنفرانس ګډونوالو ته او د هغوی (افغانانو) د هېواد ټولو خلکو، حکومت او ولس ته، توفيق ورکړي تر څو هغه څه وکړي چې د دوی د وطن خير په کې وي، خپلمنځي روغه سره وکړي، خپل صف يو کړي، بي اتفاقي او اختلاف پرېږديي، او الله تعالی دې د دې کنفرانس لپاره له خادم الحرمين الشريفين هڅې قبولې کړي. سعودي د افغانستان د امن لپاره کومک وکړ، همدارنګه مننه د اسلامي نړۍ له ټولو علماوو څخه، هغوى چې له خپلو وروڼو سره د امن او اتفاق د تحقق لپاره ودرېدل."

دغه راز د مسجد نبوي خطيب الشيخ عبدالباري الثبيتي د جمعې په خطبه کې وويل: " اسلامي نړۍ په عام ډول، او افغان ولس په ځانګړي ډول، د سولې د هغه کنفرانس په هکله خوښي وښوده، چې خادم الحرمين الشريفين را بللی و او د اسلامي همکارۍ سازمان يې تابيا په مکه مکرمه کې نيولې وه، دغه کنفرانس کې د جنګ ختمولو، د بې اتفاقۍ له منځه وړلو او سولې او اتفاق ته د رابللو او د اسلامي شريعت احکامو ته د اختلاف په وخت کې د رجوع کولو هڅونه وشوه، دا له هغه ځايه چې وحى په کې نازله شوې ده، د سولې يو پيغام دی، او له افغانانو غواړي، په ځانګړي ډول د هغوی له علماوو غواړي چې په خپل هېواد کې د سولې او استقرار په راوستلو کار وکړي او له هغه تباه کوونکې جګړې څخه يې راوباسي چې وچ او لامده يې ټول وسوځول."

د اسلام د دوو سترو جوماتونو حرمين الشرىفين امامانو د روانې مياشتې په لومړۍ نېته هم د جمعې د لمانځه په خطبو کې د افغانستان د سولې لپاره دعا کړې وه.

دا په تېرو ١٧ کلونو کې لومړى ځل و، چې په مسجد الحرام او مسجد نبوي کې د جمعې د خطبو پر مهال د افغانستان او افغانانو لپاره د سولې دعا کېږي.

 

login or register a new account.