کابل (پژواک، ٢٧ چنګاښ ٩٧): د کابل په خاکجبار ولسوالۍ کې د سېلابونو د راوتو له امله خلکو ته ځاني او درانه مالي زيانونه اوښتي دي.
د خاکجبار ولسوال قاضي سليمان پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه سېلابونه نن سهار د باران د ورښت له امله د دې ولسوالۍ د سيواک، چلاب، طالوخېلو، عبدالله خېلو او زندان کليو کې راوتلي چې له امله يې يو تن په سيواک او بل تن په چلاب سيمه کې مړه شوي او دوه تنه نور په چلاب سيمه کې ټپيان شوي دي.
ده زياته کړه، سېلابونو د دې ولسوالۍ د يادو شويو کليو کروندې، استنادي دېوالونه، ٣ کارېزونه او کابو ٣٠٠ جريبه زراعتي ځمکې ويجاړې کړي او هم يې نږدې سل څاروي له ځانه سره وړي.
د هغه په وينا، دغه راز شاوخوا دوه کيلومتره خامه فرعي سړکونه او هم د ځينو کورونو احاطوي دېوالونه يې هم ويجاړ شوي دي.
ولسوال له اړوندو دولتي او نادولتي ادارو وغوښتل چې د زيانمنو شويو سيمو له کورنيو سره بېړنۍ مرستې وکړي.
خاکجبار د کابل سوېل ختيځ لور ته په کابو ٣٥ کيلومترۍ واټن کې پرته ولسوالۍ ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن