Language

کندهار کې د ترافیکي پېښې له امله ۶ تنه مړه او ۷ ټپيان شول

کندهار (پژواک، ۲۸ زمری ۹۷): په کندهار کې د یوې ترافیکې پېښې په پایله کې ۶ تنه مړه شوي او د دریو مېرمنو په ګډون ۷ تنه ټپيان شول.

پېښه نن غرمه د کندهار- سپين بولدک پر لویه لاره د تخته پل ولسوالۍ په ساحه کې شوې ده.

د کندهار ولایت د مطبوعاتي دفتر مسوول عزیز احمد عزیزي پژواک خبري اژانس ته وویل، ترافیکي پېښه د دوو فیلډر موټرونو د ټکر له امله شوې ده.

هغه زیاته کړه، په دې پېښه کې ۶ تنه مړه شوي او د ۳ مېرمنو په ګډون ۷ تنه ټپيان شوي دي.

دی وايي، پولیس د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د کندهار ښار میرویس روغتون ته لېږدولي چې د ځینو روغتیايي وضعیت ښه نه دی.

نوموړی وايي، د پېښې په اړه څېړنې پيل شوي خو ډېر مهال ترافیکي پيښې د بې احتیاطۍ او ترافیکو اصولو د نه مراعتولو له امله کېږي.

پر لویو لارو تل ورته خونړۍ ترافیکي پیښې کېږي چې ګڼو خلکو ته په کې مرګ ژوبله اوړي.

د ترافيکي اصولو نه مراعتول، تېز تګ او د سړکونو خراب حالت د ترافیکي پیښو د ډېروالي لاملونه ګڼل کېږي.

login or register a new account.