ژبه

کندهار کې سیمه ییزو پولیسو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کندهار (پژواک، ۱۹ وږی ۹۷): د کندهار په ارغنداب او شاولیکوټ ولسوالیو کې د سیمه ييزو پولیسو او وسله والو طالبانو تر منځ نښتو کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه وسله والو طالبانو د ارغنداب په خانه ګرداب او د شاولیکوټ په سربند سیمو کې د سیمه ییزو پولیسو پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل او د دواړو لورو تر منځ جګړې څو ساعته دوام درلود.

دی وايي، په دواړو پېښو کې يو سیمه ییز پولیس وژل شوی او بل ټپي دی، دغه راز ۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د یوه بل خبر له مخې، نن سهار لس بجې د کندهار ښار د څلورمې امنیتي حوزې په ساحه کې نا پېژاندو وسله والو پر یوه ځوان ډزې کړې دي او وژلی یې دی.

درانی وايي، پولیسو د پېښې پلټنه پيل کړې چې وژل شوی ځوان څوک دی او د چا له خوا وژل شوی دی.

په دې اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.

login or register a new account.