کابل (پژواک، ٢٣ وږى ٩٧): په لغمان ولايت کې د ترافيکي پېښې له امله ٧ تنه مړه شوي او لس نور ژوبل دي.
د لغمان ولايت له مقام څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن غرمه شاوخوا يوولس نيمې بجې د کابل – جلال اباد پر لويه لاره د قرغيو ولسوالۍ د سرکونډو بابا سيمه کې د خاورو چلولو يو موتر او يوې بکسه ډوله موټر ترمنځ ټکر شوى دى.
سرچينه زياتوي، د دې ټکر له امله ٧ نارينه مړه شوي چې د ٣ تنو جسدونه د هويت د ناڅرګندنيا له امله د لغمان د عامې روغتون په روغتون کې پراته دي او د څلورو نورو جسدونه ننګرهار ته انتقال شوي دي.
سرچينه کاږي، په دې پېښه کې د يوې مېرمنې په ګډون لس تنه ټپيان شوي هم دي چې د کاکڅ په کلينيک تر لومړنۍ درملنې وروسته ننګرهار ته لېږدول شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










