ژبه

کابل (پژواک، ٢٤ وږى ٩٧): د پاکستان د بلوچستان ايالت په يوه کان کې د زهرجن ګاز له امله دوه افغان کان کېندونکي مړه شوي دي.

پاکستانۍ رسنيو د وږي په ٢٤مه خبر ورکړى چې دا پېښه د بلوچستان ايالت د ډکۍ ولسوالۍ د ډبرو سکرو په کان کې رامنځته شوې ده.

ځايي مسوولينو ويلي چې په کان کې د زهرجنو ګازو له امله دوه کسان مړه او دوه نور بې هوښه شوي وو چې د کوېټې روغتون ته لېږدول شوي دي.

د روغتون مسوولين وايي چې د بې هوښه شوو کاريګرو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.

د ځايي چارواکو په وينا، مړه شوي او بې هوښه کان کېدونکي د افغانستان د زابل ولايت اوسېدونکي دي.

login or register a new account.