کابل (پژواک، ٣١ وږى ٩٧): په کابل ښار کې د ملي دفاع وزارت په يوه ګودام کې اور لګېدلى چې له امله يې دروند مالي زيان اوښتی دی.
د ملي دفاع وزارت وياند جاوېد غفور د وږي په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه اور نن له غرمې مخکې د کابل ښار د قصبې په سيمه کې د ملي دفاع وزارت اړوند په يوه ګودام کې د برېښنا د شارتۍ له امله لګېدلی دی.
هغه زياته کړه چې په دغه ګودام يا ډيپو کې د ملي دفاع وزارت اړوند توشکې، البسه، اسپنجونه او نور توکي وو چې ډېرى يې سوځېدلي دي.
غفور وايي چې اطفائيه سيمې ته رسېدلې او د اور د مړ کولو هڅې کوي.
د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې چا ته ځاني زيان نه دى اوښتى، خو مالي زيانونه يې اړولي او زیاتوي چې کره ارقام به يې وروسته له رسنيو سره شريک کړي.
login or register a new account.